برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۴ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

يوه خبره، پخه خبره

آریانانیوز: په 2001زېږدېزکال، اکتوبر کې کله چې د امريکا په سرمشرۍ د ناټو غړو هېوادو په ګډون نږدې۵۰ هېوادونو لخوا زموږ په هېواد کې د دفاع تر پوښښ لاندې پلان شوې جګړه پېلېدله هغه مهال د طالبانو د اسلامي امارت مشر مرحوم ملامحمد عمر مجاهد د ياد ائتلاف مشر ته د تفاهم او خبرو اترو له لارې د خپلو مشکلاتو حل کولو بلنه ورکړې وه، خو هغه نه منله.
د هغه مرحوم يوه خبره وه، خو پخه خبره وه، چې ده د تورو په لحاظ وړه او ساده، خو د مانا په لحاظ د ستر او دروند اخطار په توګه کړې وه. د نوموړي دغه وینا د هغه وخت پېچلی متن و، خو پرون چې د مستکبري امریکا استازي د طالبانو په دروازه کې د سولې د سوال کچکول وغوړاوه، ټول د دغه جهادي مشر د وړې خبرې په غرونو- غرونو وزن پوه شول.
د امريکا د هغه وخت سرټمبګۍ موږ ته د مخکښ عرب لیکوال ابوالوليد مصري دغه خبره را يادوي چې وايي ((ناوړه او بې شفافيته پرېكړې زياتره د راتلونكو سختو جگړو او تور تمونو پېلامه گرځي))
په رښتيا چې د امريکا دغه پرېکړه ناوړه وه. ځکه په افغانستان کې د دوی لخوا د پیل شوو نزدې دوو لسېزو خونړيو جګړو او تور تمونو له امله یواځې افغانانو نه، بلکې هغوی او په عموم کې ټولې نړۍ بېشماره زیانونه ولیدل.
دا دی مشر ملا صاحب او د هغه په خواريو، ابتکار او بې شمېره قربانيو خړوب شوي اسلامي امارت د يو رښتوني خلافت په توګه نړۍ ته د وفادارۍ او له خپل حق څخه د دفاع کولو ژوندۍ بڼه وړاندې کړه او په ځان دوکه شوي دښمن ته یې ثابته کړه چې زور، سرتمبګي او انسان وژنه اهدافو ته د رسېدو لاره نه ده.
د امريکا له لورې د خبرو اترو ميکانېزم ته راښکته کېدل زموږ د هېواد په تېرو دوو نه، بلکې لا په څلورو لسيزو کې يو نوی ګام او د وخت په تېرېدو د نړۍ په کچه د ماتې ورکولو دووم ویاړ دی چې افغانان به یې ګټي.
خو دا چې نړیوال، حتي د امريکا ملاتړي هېوادونه او اشخاص لا هم په دې باوري نه دي چې امریکا دي په خپلو خبرو کې رښتینې وي، د بیلګې په ډول په تېره څه باندې يوه لسېزه کې يې په افغانستان کې په يو او بل نوم د طالبانو د تېر اېستلو هڅه وکړه، خو بيا رسوا شوه.
ځکه نو، که امریکا دا ځل بيا د کوم پټ پلان له مخې د روغې جوړې له نامه تبليغاتې او تسليحاتي ګټې پورته کول غواړي یا غواړي د طالبانو پام له جګړې په بل لور ته واړوي، دا هم د یو مکار دښمن په حییث د امریکا له شانه لري نه ده، او طالبان باید دې ټکې ته بیدار و اوسي.
د روغې جوړې او د هغې د پايلو چې خورا زيات اهميت لري ترلاسه کولو لپاره هر لوری په خپل ټول توان په مقابل لوري زور راولي، لګښتونه کوي او ځینې منافع قربانوي ترڅو سيال لوری د روغې جوړې مېزته را كش کړي، خو اوس موږ وېنو چې امريكا له یوېخوا له طالبانو سره د روغې جوړې هڅه كوي او له بلې خوا هره ورځ بمبارونه دي، ورانۍ دي او اولسونه شهیدانېږي او د افغانستان د معادنو پټه کندنه او قرار دادونه دي چې د امریکایانو لخوا ترسره کېږي.
ځینې نښې داسې دي چې امریکایان سوله له داسې شیانو سره تړي چې د سولې پروسه ورته اړتیا نه لري، بلکې د دوی ګټې او اهداف دي چې غواړي د سولي له نامه په استفاده یې ترلاسه کړي، د بیلګې په توګه د را روانو ټولټاکنو لپاره تر خبرو وړاندې اوربند.
خو طالبان به شاید ښه پوره د خپل دښمن دغو چلونو ته متوجه وي، چې کیدای شي امريكا يان د سولې لپاره د ښې او پراخې فضاء را منځته كولو په نوم یا د باوړ جوړېدنې، یاد ولس لپاره د پراخ امن او ډاډ را منځته كولو له ناکاره پلمو او غولوونکو چلونو کار واخلي.
د طالبانو لپاره د جگړې جاري ساتل د سوله كونكي جهت په توگه د ځواكمنۍ نښه او د افغان ولس په لاس كې د فشار يواځنۍ لاره ده چې بهرني استعمار گر پرې ذلېل او رسوا شړل کېدای شي ، ځکه نو جگړه درول د سوله كونكي له لاسه د وسلې اخېستلو په مانا دي.
تجربې هم ښيي چې امریکایانو او د دوی لاس پوڅې ادارې همېشه سوله هغه وخت یاده کړې چې د دوی کوم کار ورپورې بند وي او سوله یې په هغه چوکاټ کې غوښتې چې د دوی یو وېښته هم پکې له ځایه ونښوري، ځکه نو سوله پوهان دا ډول کار ته سوله نه، بلکې تسلیمي وایي چې طالبان به یې کله هم ونه مني.
طالبان د خپل مشر په خبره ډاډه دي او د هغه وینا دلالت کوي چې امریکا به تر دې هم زیاته ذلیله کېږي او لا ډېر به په دې خبره علني اقرار کوي چې د افغانستان جګړه د امریکا د تاریخ لویه تېروتنه وه او امریکا نه یواځې دا چې باید له دغه هیواده ووزي، بلکې د دې اوږده جنګ خساره هم باید ورکړي.

شریک یي کړئ!