برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۹ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

وروستي تحولات او د اسلامي امت امیدونه!

آریانانیوز: له نن څه د پاسه ۱۷ کاله وړاندي امریکا او ورسره ملګرو یې په افغانستان نظامي یرغل وکړ، د همدې اوږدې جګړې په جریان کې یې دوه جمهور رئیسان تبدیل شول او دریم جمهور رئیس یې راغی، خو هر جمهور رئیس یې په خپل مخکني جمهور رئیس باندي سختي نیوکې کولي او د افغانستان په اړه یې د خپل مخکني جمهور رئیس تګلاره ناکامه بللې. امریکا د همدي جګړې د ګټلو له پاره د خپلو ځواکونو (۹) نه تنه عمومي قومندانان هم عزل کړي او پر ځای یې نوي او تجربه لرونکي قومندانان په دندو ګمارلي، خو د امریکا د پوځ هر عمومي قومندان د خپلې وظیفې په وخت کې طالبانو ته ډول ډول اخطارونه ورکړي، امریکا او نوري نړۍ ته یې په وار وار ډاډېینه او اطمنان ورکړی او هغوی ته به یې دا ویل چې نور په افغانستان کې تروریزم ښویېدلی او بیا به یې دلته اثار ونه لیدل شي، خو کله چې له دندي ګوښه شوي، نو اکثرو یې په دې اعتراف کړی چې په له افغانانو سره ډغرې وهل یو لېونتوب دی او حقیقت ځیني ویل شوي او دا یې ویلي چې موږ د افغانستان جګړه نه شو مهارولی. همدارنګه هر ځل چې به د امریکا لوړپوړي چارواکي افغانستان ته راغلل، نو د تفتیش او څېړني وروسته به یې نړۍ ته دا ویل چې د افغانستان وضعیت مخ په ښه کېدا دی او زر ده چې په افغانستان کې به د ډیموکراسي نظام قایم شي او د تروریزم ځاله به ختمه شي.
امریکا چې په افغانستان کې یې خپل ټول وس او طاقت وکارول او د نظامي جګړې تر څنګ یې په فکري او عقیدوي برخه کې هم بې سارې کوښښونه وکړل؛ په اخېر کې له مایوسئ سره مخ شوه او انحطات یې غوره کړل.
کوم ګامونه چې په ښکاره توګه د دوی د انحطات ښکارندویې کوي، موږ یې د نمونې په ډول یو څو هغه کړنې ذکر کوو چې دوی د خپلو پښو سپکولو له پاره په کار اچولې دي
۱ـ د سکاټ مېلر په دنده ګمارلو سره د هغه لمړۍ وینا چې ویل یې (( زه به په افغانستان کې جنګ او دیپلوماسي دواړه مخته وړم)) زما په آند له دیپلوماسۍ نه یې هدف دا وو چې دلته به داسي یوه لاره برابروم چې د خپل مخالف لوري سره یو جوړ جاړي ته ورسېږو او نور دا اوږده جګړه ختمه کړو.
همدارنګه د ذبیح الله مجاهد صیب د یوه ټویټ په وړاندي د مېلر له خوا نرم دریځ اختیارول او هغه ته دا ویل چې له ښکنځلو به سره تېر شو…- د مېلر دا ډول دریځ د ده شخصي دریځ نه وو؛ بلکي دا د ټولي امریکي د دریځ ښکارندویې کوي. د امریکا مخکنی غرور او اوسنی دریځ نوریې پرتله تاسو کولای شئ.
۲ـ د خلیل زاد مرکه له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره: خلیل زاد واشنګټن پوسټ ته په خپله مرکه کې داسي وویل چې امریکا له هغو غوښتنو څخه تېره ده چې مخکي به یې طالبانو ته وړاندي کولې. مخکي به امریکا طالبانو ته دا ویل چې موږ له تاسو سره مخامخ خبرې نه کوو، تاسو باید له افغان دولت سره مخامخ خبري وکړئ؛ خو اوس خلیل زاد وایې چې امریکا مخامخ خبرو او نورو غوښتنو منلو ته تیاره ده.
۳ـ د لري پرتو سیمو څخه د افغان عسکرو راټولول: امریکا په افغان دولت غږ وکړ چې له لري پرتو سیمو څخه دي خپل ځواکونه راټول کړي تر څو د لویو ښارونو امنیت وساتي. دا هم د دې ښکارندویې کوي چې امریکا نور په امریکایې او افغان عسکرو دا باور نه لري چې دوی به د افغانستان ټوله خاوره باندي خپل حکومت وکړي او په ټول افغانستان کې به د خپلو مخالفینو دفاع وکړي.
۴ـ د خلیل زاد راتلل افغانستان ته او بیا د سولي په اړه پاکستان، عربستان او قطر ته د هغه سفرونه کول. خلیل زاد چې د امریکا کانګریس ته یې په افغانستان د حملې پلان ورکړی وو او امریکا د خلیل زاد د پلان سره سم په افغانستان فوځي یرغل وکړ، نو امریکا دا ځل خلیل زاد ته وظیفه وسپارله چې داسي یوه طرحه برابره کړي تر څو موږ له افغانستان څخه خپلې پښې سپکې کړو. خلیل زاد چې په قطر کې یې د اسلامي امارت له سیاسي دفتر څخه لیدنه وکړه، هلته یې د اشغال پر ختم او د سولې په اړه خبرې وکړې.
۵ـ د ملا عبدالغني برادر له زندانه خلاصېدل چې د پاکستان حکومت د ملا عبدالغني برادر د خلاصېدا علت دا وښوول چې زلمي خلیل زاد ور څخه دا غوښتنه کړې وه چې ملا برادر اخوند دي نور ازاد شي؛ حال دا چې د افغانستان حکومت په وار وار له پاکستان څخه د ملاعبدالغني برادر د خلاصون غوښتنه کړې وه، خو پاکستان تر اخېره ورسره ونه منله .
۶ـ د افغانستان د حکومت په داخل کې له ولسي جرګې او نورو معتبرو سرچینو څخه دا غوغا را پورته کېدل، چې په امنیتي تړون دي بیا له سره غور وشي، که څه هم ځیني سیاسي شنونکي په دې باور دي چې دا د امریکا یو پلان دي چې افغان دولت دې ته و هڅوي تر څو امریکا ته ځواب ورکړي، خو په هر صورت یو ښه اقدام وو.
۷ـ د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي او نظامي ځواک ورځ تر بلي لوړېدل او په نړئ کې د قدرت لرونکو هیوادنو لکه چین، روسیه … اړیکي له دوی سره او په سیاسي ناستو کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر ته بلنه ورکول، همدارنګه د افغانستان د اسلامي امارت ټاکلی او قوي دریځ او د نظام جوړوني په اړه د هغوی منظمه برنامه لرل.
۸ـ په افغان دولت کې خپلمنځي اختلافات خپلې لوړې کچې ته رسېدل او همدارنګه په واشنګټن کې د افغان شخړي په اړه د هغوی اختلافات، په مقابل کې د افغانستان اسلامي امارت د صف وحدت او د هغوی سره د نړۍ د نورو حقه صفوفو یو ځای والی او یادې ډلې ته د مسلمه امت د امید سترګې لرل او همدارنګه د دوی ځانګړې توجه د افغانستان مظلوم اولس ته او په ټوله کې د نړۍ مظلوم مسلمه امت ته!
۹ـ په ورستیو کې د سکاټ مېلر هغه وینا چې تر اوسه یې هیڅ یو عمومي قومندان د خپلي دندي په وخت کې نه ده کړې. سکاټ مېلر په دې نېږدې تېرو ورځو کې وویل چې د افغانستان روانه فاجعه فوځي حل لاره نه لرې، باید مذاکرات وشي او د مذاکراتو له لارې همدا فاجعه ختمه شي.
دا او دې ته ورته نور ډېر هغه څه دي چې مسلمه امت ته یې امید ور بخښلی دی او د نړۍ تر ټولو لوړ قدرت یې له سختي مایوسي او ناکامي سره مخ کړی دی، ان شاالله ډېر ژر به مسلمه امت یو ځل بیا په پښو ودرېږې.
لیکنه: خالد احمد

شریک یي کړئ!