آریانانیوز: د تېرې سه شنبې په شپه چې د افغانستان او سریلانکا د کرکټ مقابله وه، موږ دې ته خوشاله وو چې د کرکټ توپ اچوونکو مو د سریلانکا لس لوبغاړي اوټ کړل. خو دلته په خپل هیواد کې د راشد خان او سمیع شینواري په وطن ننګرهار کې امریکایانو د خوږیاڼو په وډیسار سیمه چاپه ووهله. په حساب شمیرلي ۱۶ تنه اولسي خلک یې شهیدان کړل، ۴ تنه یي ټپیان کړل او ګڼ ودان کورونه یې په بمونو کنډر کړل.
په پنجشنبه چې دافغانستان او بنګله دیش تر منځ مسابقه وه، موږ یو ځل بیا د کرکټ هیجان له ځانه پردي کړي وو. خو هغه مهال چې موږ د لوبې په میدان کې د بنګالیانو سوځیدو ته په جامو کې نه ځائیدو، امریکایانو یو ځل بیا زما او ستا په وطن کې د مرګ لوبه ګرمه کړې وه. په همدې ورځ د پکتیا په څمکنیو کې امریکایانو په بمبار کې ۱۳ تنه ملکي خلکو ته مرګ ژوبله واړوله، دغه راز یې د ننګرهار په شیرزادو کې د پیټلاو په سیمه چاپه کې ۱۰ تنه عام اولسي افغانان شهیدان کړل.
پرون جمعه چې یو ځل بیا د کرکټ میدان ګرم و، له پاکستان سره مقابله وه، په داسې حال کې چې زموږ فیسبوکي ځوانان د کرکټ نشې مدهوش کړي وو. رسنیو خبر ورکړ چې د ننګرهار ولايت د شيرزادو ولسوالۍ د سرخاب په سيمه کې د مياګانو په کلي تيره شپه ګډو ځواکونو چاپه اچولې ده چې د سپين ږيرو او ماشومان په ګډون يې ۱۶ تنه وژلي دي او څو نور یې ټپيان دي.وایي د وژل شویو له جملې پنځه تنه سپین ږیري، درې ماشومان او یو تن هم د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي محصل ډاکټر تاج محمد دی چې امریکایي او کمانډویي عسکرو په ډیره بې رحمۍ په شهادت رسولی دی.
موږ په دې دریو غمیزو ځکه خبر نه شوو، چې اصلا مو خپل اولویتونه سم نه دي پيژندلي. موږ چې د کرکټ په اړه څومره تبصرې وکړې، څومره د فیسبوک او ټویټر هیش ټاګونه مو( ټرنډ) کړل او څومره لیکنیز، ویډیویي او لایف نشرات مو وکړل که مو یوه ورځ هم د امریکایي مظالمو په ضد په دغسې اتفاق غږ پورته کړ او د نړۍ ګوټ ګوټ ته مو د خپل اولس مظلومیت غږ ورساوه، نو زما یقین دی چې د وحشت کوونکو په کړنو کې به فرق راشي او بیا به مو داسې په بې رحمۍ او بې باکۍ نه وژني.
کرکټ یوه لوبه ده او په افغانستان کې پردی اشغال، امریکایي مظالم، وحشتونه او بې دریغه ملکي تلفات هغه دژوند حقائق دي چې زموږ د اولس برخلیک ورسره تړلی دی. خو زموږ زیاتره ځوانانو اوس د خپل ژوند تر ټولو ستر هدف کرکټ ګرځولی دی، ټول فکر او سوچ یې یوازې په همدې کې دی نو ځکه د خپل اولس روانه تباهي یې له فکره وتلې ده.
زموږ د اولس او هیواد د دښمنانو او امریکایي اشغالګرو یو ستر هدف همدا دی چې زموږ د اولس جمعي ذهن ګمراه او په بله کړي. هغوی غواړي چې موږ په یوه او بله بهانه مصروف وساتي تر څو خپل وحشیانه اشغال او وحشت ته په پوره ډاډ دوام ورکړي.
ها د درویش دراني یو شعر دی
څالاکه دښمنان چې یې سر وړي هغه مهال
مشغول لکه ماشوم کړي په څه ورور د پښتانه
زه دا نه وایم چې کرکټ دې بابیزه وګڼل شي او یا کرکټ ناروا دی. زه وایم چې راځئ لوبو ته د لوبو په نظر وګورو همدومره اهمیت ورکړو او دژوند نورو حقائقو او مهمو پيښو ته په خپل اهمیت قائل شو. اوسنی حالت خو چې زه ګورم په نوي نسل کې د ژوند، مرګ او ملي حیات تر مسائلو کرکټ په مراتبو ډیر مهم دی او دا حالت واقعا د افسوس او اصلاح وړ دی.
نو د کرکټ سرسپارلیو عاشقانو! لږ مو دې نورو اړخونو ته هم توجه غواړم….