هر څوک تر یوه حده دین او دیني ارزښتونه د خپلو سیاسي او مادي ګټو لپاره کاروي. خو په کومه کچه چې آل سعود له دین او مقدسو مقاماتو څخه د خرڅلاو او سیاسي استفادې توکی جوړ کړی او د خپلو سیاسي ګټو لپاره کار ترې اخلي شاید د ځمکې پرمخ یي بل مثال ونه لیدل شي.
خبره ډیره نه اوږدوو، یوازې د سعودي واکمنې کورنۍ دوه متناقض او معاکس مواقف درته بیانوو چې دغه چپن والا زما او ستا له الهي دین او محمدي اسلام سره کوم ډول لوبې کوي.
۱۹۸۰ میلادي کال و او په افغانستان شوروي لښکرو داسې یرغل کړی و لکه اوس چې امریکایي پوځیانو کړی دی،د خلیج د نورو هیوادونو په شان سعودي واکمن هم ګبڼۍ نیولي وو، چې هسې نه شوروي ښکیلاک افغانستان د ځان کړي او تر تودو اوبو په رسیدو د خلیج زیرمو ته مخه کړي. له همدې امله یې په ټول قوت د جهاد، قتال في سبیل الله، هجرت، شهادت او دغسې نورو شرعي اصطلاحاتو تبلیغ او تشهیر ته کار ویلی و. نه یوازې خپل اتباع بلکې د ټولې عربي نړۍ خلک یې بې پاسپورته افغانستان ته لیږل او له خپلو علمي مراجعو یې دم په دم د جهاد او له افغان مجاهدینو سره د مرستو د فرضیت فتواګانې اعلانولې.
خو په عربي نړۍ کې د سعودي واکمنو خلاف یو بل قطب هم موجودوو، د عراق، سوریې، یمن او ځینو نورو هیوادونو هغه له کمونیزم څخه متأثر واکمن چې په افغانستان کې یې د شوروي له مداخلې ملاتړ کاوه. د دغې روس پلوه ټلوالې مشري د فلسطیني مشر یاسر عرفات پر غاړه وه. په همدې کال د سعودي عربستان په طایف کې د اسلامي کانفرانس غونډه جوړیدله. تمه وه چې په دې غونډه کې به یاسر عرفات وینا وکړي، د افغانستان جګړه به بین الافغاني جګړه وبولي، او له افغان مجاهدینو سره د امریکا او سعودي پوځي مرستې به وغندي. سعودي واکمن چې له شورویانو او کمونیستي پکت سره د مخامخ مشاجرې جرئت یې نه درلود، د یاسر عرفات د ځواب لپاره یې بله طرحه وسنجوله.
د سعودي استخباراتو یوه جذابه او احساساتي جهادي مقاله تیاره کړه، بیا یي له سلفي فکره جهادي مشر استاد سیاف سره خبره شریکه کړه او هغه یې توظیف کړ چې د یاسر عرفات له خبرو وروسته به سټیج ته ورځي او د افغانستان د مجاهدینو د نماینده په حیث به هغه جهادي ولوله ناکه ویناوړاندې کوي.
د جنګ اشباح کتاب لیکوال( سټیو کول) د سعودي چارواکو په استناد لیکلي چې لومړی د افغان جهادي رهبرانو خوښه نه وه چې د مجاهدینو په نمایندګي سیاف خبرې وکړي، خو د سعودي د استخباراتو فشار وروسته ټول په دې قانع کړل چې باید سیاف په غونډه کې وغږیږي. ځکه سیاف چې د مصر په جامع ازهر کې یي درس ویلی و عربي مقاله یې روانه ویلای شوای. سیاف هغه وخت دومره د ترکی الفیصل په کنټرول کې و چې له غونډې څو شیبې مخکې یې د ده نوم هم وربدل کړ او له عبدالرسول نه یې عبد رب الرسول کړ. ځکه عبد الرسول سمه معنی نه درلوده.
لنډه خبره دا چې سعودي واکمنو د خپلو دفاعي ګټو لپاره اسلامي جهادي نصوص وکارول. یوه تونده اعلامیه یې ترتیب کړه او بیا یې دیاسر عرفات له خبرو وروسته په سیاف باندې ولوسته، دسیاف او سعودي اوږدې اعلامیې داسې توپاني کلمات درلودل چې د انسان په بدن یي ویښته نیغول، له ټولو اسلامي مشرانو یې وغوښتل چې د افغان جهاد ملاتړدې وکړي، له هغوی سره دې په ځان او مال مرسته وکړي سیاف په پای کې اسلامي واکمنو ته وویل: د مجاهدینو په اړه له خدایه وویریږئ ځکه د قیام په ورځ به یې دالله په حضور کې له تاسو پوښتنه کیږي.
د سیاف او سعودي په بیانیه کې ټول مسلمانان شرعا مأمور بلل شوي و چې د افغان جهاد له دښمنانو سره سیاسي اړیکې قطعه کړې، دغه وړ اړیکي موالات مع الکفار بلل شوې وې چې که څوک یې وپالي کافر کیږي.
د طائف په اعلامیه کې جهاد ته دمسلمانانو د راپارولو لپاره د( وا متعصماه) ژړوونکی شعر هم راوړل شوی و.
رُب وا متعصماه انطلقت ملء أفواه الصبایا الیتم
لامست أسماعهم لکنها لم تلامس نخوة المتعصم
ژباړه: د یتیمانو له خولې د ( اې معتصمه!) ډیرې چیغې پورته شوې،د حاکمانو غوږونو ته ورسیدې خو د معتصم غیرت یې ونه پاراوه.
د طائف اعلامیه د ( صدق و هو کذوب) درست مثال و، په اعلامیه کې سعودیانو او سیاف دواړو رښتیا لیکلي و، هغه مهال هم افغانستان تر یرغل لاندې و او پر مسلمانانو جهاد فرض عین ګرځیدلی و، خو هغه وخت دا نه و معلومه چې سعودیان له دې شرعي فتوی او نصوصو څخه مقطعي او لنډمهاله استفاده کوي. هغه وخت د چا زړه ته نه لویدل چې داسې زمانه به راشي چې سعودي واکمنو به بیا د طائف سره نږدې جده ښار کې کانفرانس جوړ کړی وي، د سیاف پر ځای به یې کشاف راغوښتی و. خو د مجلس هدف به دا وي چې د نړۍ مسلمانان له جهاد څخه انکار ته راوبولي او د عالمانو له وجاهت نه په استفاده په افغانستان کې د امریکایي یرغلګرو په خلاف فرض عین جهاد فتنه او ترهګري ونوموي.
د طائف له مؤتمر څخه ۳۸ کاله وروسته هغه ځمکه او هماغه آسمان دی، هغه اسلام او هغه قرآن دی، خو سعودي واکمن او د ټرمپ او امریکا نور ملګري اوس هغه جهادي نصوص نه مني چې ۳۸کاله وړاندې یې ترې دفاعي ډال جوړ کړی و او د شورویانو مخه یې پرې نیوله.
موږ نه پوهیږو د شوروي او امریکایي یرغل تر منځ فرق څه دی چې په اړه یې داسې دوه ګونی قضاوت کیږي. زما په نظر خو یې یوازینی فرق دا دی چې د امریکا بمبار کوونکي الوتکې د سعودي په تیلو چلیږي اوبس.
خلاصه خبره دا چې د جدې غونډه نه د سولې لپاره ده او نه هم په کبش و دجاج پړسیدلي ټرمپکیان دومره اوزګار دي چې د افغان ملت غم ورسره وي. خبره دا ده چې د مصر او اماراتو په شان د سعودي اوسني واکمن هم په بشپړ ډول د ټرمپ په قبضه کې راغلي دي. ټرمپ ورباندې خپلې ستراتیژۍ بریا ته رسوي. که یوه اړخ ته یې له ایران، قطر ، سوریې او ترکیې سره په جنجال اچولي، تر دې چې مصریان د ترکیې دګواښلو لپاره له یونان سره ګډې پوځي بحري مانورې کوي. بل اړخ ته ټرمپ غواړي چې په افغانستان کې خپل ناکام شوی جنګ د آل سعود د دیني اعتبار په زور وګټي.
خبره تر دې ډیره ستره ده چې موږ یې فکر کوو. دغه ټولې غونډې د ټرمپ د ستراتیژۍ تکمیلي برخې دي. لکه څنګه چې نکولسن هم دې خبرې ته اشاره کړې وه او د امریکا دفاع وزیر د غونډې د انعقاد له امله له محمد بن سلمان څخه رسمي مننه کړې ده.
د امت تاریخ د ځینو غدارانو د هر وړ جفا کیسې لري مګر تراوسه دا نه وه پیښه شوې، چې اسلامي شریعت او دیني نصوص دې په دا ډول تحریف او د ټرمپ د پوځي ستراتيژیو د بریا لپاره استخدام شي. و الی الله المشتکی و به نستعین