برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۳ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

طالبان د مسکو د ناستې په څنډه کې: جنګېږو او جهاد کوو.

آریانانیوز: د افغانستان د سولې اړوند د مسکو ناسته تېره جمعه د لړم ۱۸ د روسیې په پایتخت «مسکو» کې په یوه عصري پنځه ستوریز هوټل «فریزیډنټ» کې ترسره شوه.


خبریالانو د غونډې تر پیل وړاندې دې هوټل ته ځان رسولی وو څو د ناستې تر پيل مخکې له ګډون کوونکو په ځانګړې ډول له طالبانو سره خبرې وکړي.
په دې ناسته کې دسولې د عالي شورا یو هیئت، د طالبانو استازو او د ایران، چین، ترکمنستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، پاکستان او هند استازو ګډون درلود.
د جمعې په ورځ ۱۰ بجې لسګونه خبریالان د هوټل په لومړي پوړ کې راټول شوي وو، ټولو هڅه کوله ومومي چې طالبان چېرته دي؟ څو د ناستې تر پیل وړاندې له هغوی سره خبرې وکړي. ټول په دې یقیني وو چې طالبان به له لویو ږیرو، تورو سترګو او تورو او سپينو دستارونو سره راڅرګند شي. نو ځکه یې د همدې ځانګړتیاوو درلودونکو خلګو ته انتظار ایست، دوی د یو داسې چا په لټه کې وو چې پوره ۱۷ کاله یې له بهرنیانو سره جګړه کړې وه.
د انتظار شیبې وغځېدې خو طالبان راڅرګند نه شول، د غونډې له مسئولینو که به پوښتنه وشوه یوازې همدومره به یې ویل : نه پوهېږو یو څه انتظار وکړئ.
د ناستې تر پیل څو دقیقې وړاندې د افغانستان د سولې د عالي شورا د هیئت مشر حاجي دین محمد، د هوټل لومړي پوړ ته راورسېد. هغه د حبیبه سرابي او په مسکو کې د افغانستان د پخواني سفیر «قیوم کوچي» څنګ ته کښېناست.
یو شمېر خبریالان د هغه لوري ته له دې ګمان سره ورغلل چې ګواکي هغه د طالبانو استازی دی، دوی د حاجي دین محمد له جامو او ظاهري جوړښت چې له طالبانو سره یې ورته والی درلود دا فهمولې وه.
زه له قیوم کوچي سره په خبرو اخته شوم، ومې لیدل چې وروسته خبریالان پوه شول چې حاجي دین محمد د طالبانو استازی نه دی خو، بیا یې هم له نوموړي څو پوښتنې وکړې دې وخت کې مسئولینو غږ وکړ څو دوی د ناستې ځای ته ځان ورسوي.
خبریالان هم د غونډې ځای ته ورغلل. ددوی ټول تمرکز د طالبانو او امریکايي ډيپلوماټانو د ناستې ځای ته وو چې یو بل ته مخامخ انتخاب شوي وو. د خبریالانو د عکاسۍ او فلم ثبتولو د کامرو ټول تمرکز د طالبانو لوري ته وو. دا د ټولو لپاره جالبه وه څو ووینې چې طالبان څه ډول جامې، شکل او ځانګړنې لري.
خو د خبریالانو تصور تر پخوا یو څه ناسم وو. طالبانو څه ناڅه خپل شکل بدل کړی وو دوی له خپلو پخوانیو انځورونو سره توپیر درلود. شیرمحمد عباس ستانکزي; وړه ږیره درلوده او ماډرنې عینکې یې په سترګو وې.
یوې ښځینې خبریالې چې له خپل ګرځنده تلیفون یې ویدیو ثبتوله غوښتل یې له دوی انځور واخلي خو زړه نا زړه وه بیا هم ور تېره شوه او انځور یې واخست.
کومو طالبانو چې په دې غونډه کې ګډون درلود تر دې وړاندې ډېر کم د رسنیو په وړاندې راښکاره شوي وو، دوی جدې څېرې درلودې، کله به یې سترګې ناستو میلمنو او یا ولاړو خبریالانو ته ورواوښتې .. نور ټول د روسیې د بهرنیو چارو وزیر «سرګي لاوروف» ته سترګې په لار وو څو راشي او غونډه پیل کړی.
سرګي لاوروف رادننه شو او د خپل ځای په لوري وړاندې ولاړ. دده ځای د طالبانو د استازو او د سولې د عالي شورا د هیئت تر منځ برابر شوی وو، سرګي لاوروف وړاندې تر دې چې کښيني د طالبانو د دفتر یوه غړي سهیل شاهین ته یې لاس ورکړ.
ده خبرې پیل کړې خو متوجه شو چې سهیل شاهین د ژباړې دستګاه نه ده اخستې. خپله یې د ژباړې دستګاه سهیل شاهین ته ورکړه او خبرې یې بیا له سره پیل کړې.
تر پرانستنې وروسته سرګي لاوروف د ناستې له ځایه رابهر شو او د بندو دروازو شاته خبرې اترې ترسره شوې.
ویل کېدل چې په دې غونډه کې د امریکا یوه استازي د څارونکي په حیث شتون درلود.
ټول خبریالان بهر د پایلې په تمه انتظار وو دوی ټولو ته جالبه وه څو وپوهېږي چې طالبان څه غواړي؟ او مؤقف یې څه دی. خو په دې اندېښنه وو چې له طالبانو سره به مخامخ خبرې وکړای شي که نه؟
تر څه باندې دوه ساعته انتظار وروسته دروازه خلاصه شوه او د غونډې د ګډون کوونکو له ډلې څخه (سهیل شاهین او ملا عبدالسلام حنفي) بهر راووتل.
ډېری خبریالان پرته له دې چې د غونډې د نورو ګډون کوونکو راوتلو ته په تمه شي له همدې دوو تنو طالبانو راچاپېر شول. د ټولو رسنیو نماینده ګان ولاړ وو او له طالبانو یې په مختلفو ژبو انګلیسي، فارسي او … یې له طالبانو د سولې، امریکایانو د شتون او نورو په اړه پوښتنې کولې خو د ډېرو پوښتنو جواب همدا یو وو چې «په وړاندې یې جهاد کوو».
درسنیو لپاره دا ډېره هېښوونکې وه چې طالبان په څو ژبو تسلط لري. د طالبانو د دفتر دې دوو غړو په انګلیسي، عربي، فارسي او پښتو خبرې کولې . ما په فارسي ژبه پوښتنې ترې کولې او هغوی هم په روانه فارسي ژبه ځواب راکاوه.
د طالبانو مؤقف او غوښتنې
د خبریالانو پوښتنو دوام درلود چې په دې وخت مسئولینو طالبانو ته وویل څو بهر ته راووزي، په همدې وخت کې ځينې خبریالان چې راباندې پوهېدلي وو زه د افغانستان یم زما لور ته راغلل . ویې پوښتل : د افغانستان اوسېدونکی یې؟ جواب مې ورکړ :هو! دوی وویل: موږ د طالبانو له لېدلو او د دوی د خبرو له ډول ډېر اغېزمن شوو.
دوی ملامت نه وو. طالبان ريښتیا هم د خپلو غوښتنو په بیانولو کې ډير جدي او محکم وو. ددوی له خبرو راښکارېده چې د افغانستان په اړه د سولې روانې خبرې که کومې پایلې ته ونه رسېږي دا جګړه به ژر ختمه نه شي.که څه هم د طالبانو ظاهري شکل او د خبرو ډول څه ناڅه بدلون لیدلی وو خو دوی اوس هم په خپله جنګي ستراتېژي محکم ولاړ و.
نږدې ماځیګر د غونډې مسئولینو وویل : په پام کې لري څو یو خبري کانفرانس جوړ شي. دې کانفرانس ته ډېره برخه ښځینه ژورنالستاني په تمه وې چې اسلامي حجاب يې نه درلود.
موږ یو ځای د طالبانو راتګ ته انتظار وو. د طالبانو هیئت راغی، هر یو یې په خپل ځای کښېناست او پوښتنې شروع شوې. ډېرې پوښتنې یوې انګلیسې ژبې خبریالې «راشیا تودي» وکړې ددې هرې پوښتنې ته د طالبانو د وفد مشر عباس ستانکزي پرېکنده جواب وایه خو د طالبانو هیئت د ښځینه خبریالانو پوښتنو ته د جواب ورکولو په وخت کې نظرونه کښته وو او ځمکې ته یې کتل.
په همدې وخت کې يوې بلې خبریالې د ښځو د حقوقو اړوند پوښتنه وکړه. د ستانکزي جواب جالب وو ده وویل چې: د طالبانو د حاکمیت په دوره کې هم څوک د ښځو د حقوقو مخالف نه وو خو څنګه چې د طالبانو حکومت نوی وو او دمخالفینو سره په جګړه کې بوخت وو نو نه یوازې د ښځو بلکې د نارینه وو او ماشومانو د حقوقو د بشپړ تامین زمینه هم نه وه مساعده . ده زیاته کړه اوس هم د ښځو د اسلامي حقوقو مخالف نه دی.
طالبانو د خپل حاکمیت په دوران کې ښځو ته دکار او زده کړې اجازه نه ورکوله او ښځو اجازه نه درلوده چې بهر له شرعی محرم پرته راووزي.
په دې خبري ناسته کې ډېرې پوښتنې مطرح شوې خو د وخت د کمښت له امله بیا هم یو څو پوښتنې بې جوابه پاتې شوې. مثلا: دوی د کوم هیواد پاسپورتونه له ځان سره درلودل؟ او دا چې دوی که بیا دې ډول ناستو ته وبلل شي ګډون به وکړي که نه؟ .

شریک یي کړئ!