برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۰ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

زاخیلوال له کلني خوب وروسته راویښ شو

آریانانیوز: په ډیورنډ کرښه د پاکستان له لوري تقریبا له تیر یوه کال راهیسې د اغزن تار لګول پیل شوي چې پاکستان دعوه کوي له کابل حکومت سره یې د یاد تار په تیرولو هوکړه کړې او د هغوی په خوښه به تیریږي.


پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال له یو کلني خوب راوروسته نن رابیدار شوی او د یاد اغزن تار تیرولو مخالفت یې کړی.
زاخیلوال ویلي چې د عمران خان هغه هیله مني چې د لوړې په مراسمو کې یې د پاکستان او افغانستان تر منځ د اروپایي هیوادونو غوندې ازادو سرحدونو هیله څرګنده کړې وه او ویلي یې وو چې هغه به د هند–پاکستان او افغانستان–پاکستان ترمنځ سرحدونه د اروپایي هیوادونو غوندې د تګ راتګ لپاره بغیر له ویزې ازاد کړي خو د اغزن تار لګول هغه ته د منلو ندی ځکه چې یاد تار د پولې دواړو لوریو اوسیدونکو ته مشکلات راجوړوي او یو قوم سره بیلوي.
همدا راز عمر زاخیلوال ویلي چې هغه د عمران خان له لوري د هغه اعلان هم مخالف دی چې پاکستان کې میشتو افغانانو ته یې د دغه هیواد د تابعیت یا پیژندپاڼې ورکولو غږ اوچت کړی دی.
زاخیلوال ویلي چې غواړي افغانان په عزت سره خپل وطن ته ستانه شي او دغه هیواد کې ورته پیژندپاڼې یاتابعیت ورکولو سره مخالف دی.
که څه هم د مهاجرو لپاره د پاکستاني پیژندپاڼو ورکولو سره د افغانستان مهاجرینو وزیر سید عالمي بلخي موافقه ښودلې وه او د عمران خان له لوري یې د دغه رنګه اقدام ستاینه هم کړې وه.
همدا راز د عمران خان د یاد اقدام ستاینه په نړیواله کچه هم وشوه او د نړۍ په سطحه د کډوالو ادارو دا یو مثبت او ښه اقدام بللی وو خو زاخیلوال له څو میاشتني اعلان وروسته نن لکه چې پرې خبر او دا یې ناسم اقدام وبللو.
زاخیلوال د ازغن تار تیرولو مخالفت داسې مهال کوي چې د ۲۰۱۶ کال په جنوری میاشت کې د افغانستان د پوهنې پخواني وزیر فاروق وردګ ویلي وو د ډیورنډ کرښې د سرحد په توګه منلو په سر درې کسانو په دوبۍ کې ۹۰ ملیونه ډالر د پاکستان له پاکستاني استخباراتو څخه ترلاسه کړي او دغه کرښه یې ورسره د رسمي سرحد په توګه منلې.
د دې تر څنګ پاکستاني چارواکو دعوه کړې وه چې د ۱۳۹۵ کال د نوروز په لومړی ورځ ورسره د افغانستان اجرائیه رئیس ډبل عبدالله یاده کرښه د سرحد په توګه منلې.
د دې ټولو تر څنګ د ولسي جرګې غړي لطیف پدرام په زغرده نارې وهلې چې یاده کرښه سرحد دی خو ټول دولت کې نه چا د ملي خیانت په نوم هغه توقیف کړ او نه یې د هغه خوله وربنده کړه.
د دې هر څه سره سره زاخیلوال ته اوس د اغزن تار نه منل داسې دي لکه هغه فارسي کې متل دی وی
(پس از ګوز زدن چارزانو نشستن چه فائده)
مثال لري.
خو زاخیلوال ګرم ندی شاید راتلونکو انتخاباتو کې ریاست جمهوري ته نوماند شي او یا له کوم بل نوماند سره یې په مرستیالي خبر کړې وي چې اوازه هم همداسې ده نو باید چې د افغانانو له احساساتو کار واخلي او د بریا لپاره د یادې کرښې سرحد نه منل ورته یو ښه چانس وي.
په پای کې زاخیلوال ته وایم چې یادې څرګندونې یې باید د کابل له حکومت سره په مشوره کړې وی ځکه هغوی له پاکستان سره د اغزن تار تیرولو هوکړه کړې چې پاکستان دغه خبر د بولدک د جګړې پر مهال د کندهار پخواني امنیه قومندان جنرال رازق ته هم کړې وه.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي