برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۹ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ښکیلو اړخونو د جنګي اخلاقو پرتله

آریانانیوز: تېره شپه دوه لویې پیښې شوې دي. طالبانو د فراه په پشت کوه ولسوالۍ کې د سرحدي عسکرو په کنډک برید کړی، کنډک یې مکمل نیولی دی. ۱۳۰ میله وسلې، ګڼ ټانګان، موټر او جنګي وسائل یې هم غنیمت کړي دي.


سره له دې چې دغه پوځي کنډک یو نظامي هدف و خو د طالبانو لخوا دنیول شویو عسکرو انځورونه ښيي چې دوی د کنډک له مغلوبو عسکرو سره ډیر اسلامي او انساني چلند کړی دی. هغوی یې وژلي نه دي،حتی د هغوی لاسونو ته یې زولنې هم نه دي اچولې او د زخمیانو علاج یې کوي. دا په داسې حال کې چې د همدې کنډک عسکر څو ساعته پخوا د طالبانو سخت ترین دښمنان ول او په هغوی یې د هیڅ قسم ګوزار سرپه نه کوله.
که په فراه کې تیره شپه طالبانو د عسکرو په پوځي کنډک برید کړی او له نیولو وروسته یې له وسله په لاس عسکرو سره د رحم او زړه سوي معامله کړې، بل اړخ ته تیره شپه امریکایانو او د اشرف غني د حکومت کمانډویانو د پکتیکا ولایت په ګیان سیمه کې په ولسي کورونو چاپه وهلې. د کمانډو وحشیان د بې دفاع اولس په کورونو داسې په قهر او قساوت ورغلي لکه یو مهم پوځي هدف یې چې موندلی وي.
د راپورونو له مخې په چاپه کې د ګیان په بازارګوټي او د خلکو په کورونو چور او تالان ګډ شوی او قیمتي توکي یې غلا شوي دي. بیا یې دوکانونو او کورونو ته بمونه ایښي او تر چور وروسته یې په بمونو الوزولي دي.د چاپې په وروستۍ مرحله کې امریکايي ځواکونو د کلیوالو په عاموژنه لاس پورې کړی، د ښځو، ماشومانو او لویانو په ګډون یې ۲۱ تنه افغانان شهیدان کړي او بیا له سیمې تللي دي.
د راپورونو په اساس، د یادې عاموژنې په لړ کې امریکايي عسکرو د یو کلیوال (پیراحمد) د کور ۵ ښځې او ۳ ماشومان په ډزو وژلي دي او کور یې په بمونو ویجاړ کړی.د سیمې نه رارسیدلي راپورونه وايي چې عسکرو به خلک له کورونو را ایستل او یو-یو به یې په ډزو ویشت. په فیسبوک کې د ګیان ولسوالۍ د هغه ځوان تصویر هم لاس په لاس کیږي چې تر دې ظالمانه عملیاتو یوه ورځ وړاندې د خلیج هیوادونو له مسافرۍ راستون شوی و خو دلته امریکایي چاپه مارانو او داخلي بې رحمه کمانډویانو ورباندې د خپلو ټوپکو ججوري خالي کړل او د ژوند ښاخ یې ورمات کړ.
تر اوسه هیڅ رسنۍ دا خبره نه ده کړې چې د ګیان په چاپه کې دې طالبان یا نظامي کسان په نښه شوي وي، د سیمې خلک او ټولې رسنۍ همدا وایي چې دلته له لویه سره عملیات په اولسي سیمو ترسره شوي او ټول تلفات هم یوازې بې وزله ولسي وګړو ته رسیدلي دي.
که د فراه او پکتیکا د تیرې شپې وقائع سره پرتله کړو، نو پوهیږو چې په اصل کې ترهګر او قساوتګر طالبان نه، بلکې بهرني اشغالګر او د هغوی روزلي ګوډاګیان دي، ځکه چې طالبان په پوځي کنډک برید کوي او بیا له مغلوبو عسکرو سره دومره انساني چلند کوي چې نه یو وژني او نه هم ورته ادنی ضرر او اذیت رسوي. مګر اشغالګر او ګوډاګیان له ولسي وګړو سره دومره له بې رحمۍ او قساوت ډک چلند کوي چې انساني عقل یې تصور نه شي کولای. دغه حقائق ثابتوي چې امریکایي اشغالګر که څه په ظاهره د بشر پالنې شعار په خوله لري خو په حقیقت کې د ځمکې د مخ اصلي وحشیان او جنګي مجرمین همدوی دي چې د افغانستان په کلیوالو سیمو کې وروستي له ظلم او بربریت ډک عملیات د دې مدعا نغد شواهد دي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي