برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۷ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د هدفي وژنو او شپنيو عملیاتو مسئولیت

آریانانیوز: په دې شپو ورځو کې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې بې مهاره وژنې ترسره شوي چې ټولي يې دردونکې او بګنونکي پیښې دي.


که اردو او پولیس وژل کیږي افغانان دي، که طالب وژل کیږي افغانان دي، که شتمنۍ له منځه ځي د افغانانو دي، که ملې املاکو ته زیان رسیږي د افغانانو دي، رنځ او درد ټول د افغانانو دی.
خو ای افغانانو!
تاسو ولي د اردو او پولیسو په مرګ خوشحاله کیږې؟ حال داچې د همدې خاورې بچی دی یوه ورځ به ستا ملا وتړي.
ته ولې دطالب په مرګ خوشحاله کیږې؟ حال داچې د همدې خاورې بچی دی یوه ورځ به ستا ملا وتړي.
ته پوهیږې نه؟ چې اصل دښمن مو یو دی، هغه دی نیواکګر!
نن تا په ما وژني او ما په تا، د طالب په نوم مو کلي او بانډې نسکوروي او ټول وژنې تر سره کوي، چکچکې ورته ملې اردو او پولیس کوي.
د دولتي کار کونکو په نوم مو ملې املاک او ښارونه لولپه کوي او ړندې وژنې تر سره کوي چکچکې ورته جانب مقابل کوي.
یوه خبره!
یوه ورځ به افغانان سره متحد شي، ان شأالله او حساب به له ټولو ملي خائنینو او اشغالګرو واخلي او دا دافغانانو حق او تل پاتي قرض دی چې ملي خائنین او غاصبین به يې مجبوراً پرېکوي.
کوم وحشت او ظلم چې نن سبا د شپنیو عملیاتو په نوم روان دی دا به د غلامې ادارې او اشغالګرو کاسه نسکوره کړي.
بې ضمیره واکمنو په غاړه کې د غلامۍ حلقه دومره دروند والی کړی، چې دسترګو لید يې له منځه وړی او عقل يې ور مسخه کړی، کنه دا بې وجدانه واکمنو به اشغالګرو ته دومره پراخ اختیار نه و ورکړی چې هرڅه ناروا وکړي او دوۍ ورباندې سترګې پتي کړي، ښځي او ماشومانو په ګډون زوړ او ځوان د اشغالګرو د مرمیو او وحشت ښکار شي.
که د واکمنو بي وسي وي او حقیقتاً چې ده، دا میړانه خو دې وکړي او اعلان دې وکړي چې مونږ ناتوان یو، اشغالګر زمونږ عرض نه اوري!
که د مرګ ویره لري له دې دې هم وویریږي چې د خدای له قهره او د ملت له قیامه هم نه شي خلاصیدی.
په مجموع کې طالب، ملي اردو او پولیسو په شمول ټول ولس باید د دي ټول وژنې او ظلم په وړاندې باید عملې او جدي قیام وکړئ، د اشغالګرو نه د دې ناروا او ظلم حساب واخلئ او د غلامې ادارې واکمني نسکوره او پرځای يې د ملت واکمنۍ ته لاره خلاصه کړئ.
که داسي ونه شي بیا به تاریخ ته هم مخ تور او راتلونکی به مو هم بګنونکی وي، ځکه نن په وردګو، کاپیسا ، لغمان، ننګرهار کې ټول وژنه تر سره شوه سبا هرچیرته چې زړه غواړي دا ظلم کوي او څوک يې مخه هم نه شي نیولی.
په اصطلاح د نړۍ باضمیره حقوقي اداروته هم شرم پکار دی چې د دې ظلم په خلاف اواز نه پورته کوي او نه يې غندي، ځکه د دوۍ خپله اداره (یوناما) هم مجبوراً د خپل حیثیت ژغورنې په خاطر له منه دچارک په اعلان سره څرګنده کړه چې په شپنیو عملیاتو او ړندو بمباریو کې سږ کال د نورو کلونو په پرتله ۵۲٪ فیصده ولسي مرګ ژوبله ډیره شوي ده.
د دې ټولو ناخوالو اصلي مسولیت د واکمنو چارواکو په غاړه دی او دوۍ ځانته برأت نه شي ورکولای.

شریک یي کړئ!