برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۱ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د غزني پر روانو حالاتو باندي تبصره

آریانانیوز: د جمعې په ورځ سهار وختي، طالبانو د غزني پر ښار باندي له څو جهتونو څخه منظمه حمله وکړه. هغوی د شپې په تیارو کي د ډیرو ځایونو په نیولو کامیابه سول، او ویل کېږي چي د ولایت د مقام درې سوه مترۍ ته رسېدلي ول.


د غزني امنیتي حالات له ډیره وخته ښه نه ښکارېدل، او طالبان د ښار په څونډو کي مدام فعال حضور لري. د فراه او کندوز تر سقوط راوروسته، اکثرو نظامي مبصرینو اټکل کاوه چي بل ځل د غزني وار دئ. غزني یو له هغو ولایتونو څخه کی دئ چي له ډیر وخت راهیسي ئې شا و خوا ولسوالۍ د طالبانو تر کنټرول لاندي دي. په ولایت کي سیاسي او فرقوي اختلافات زیات دي، او په پارلمان کي ئې استازي ناقص او غیر عادلانه دي.
لدې لنډی مقدمې راوروسته، په اول سر کي باید دا سوال مطرح کړو چي د غزني حالات موږ ته څه را ښيي؟ پدې حمله کي د طالبانو اساسي هدف څه وو؟
څرګنده خبره ده چي د امریکايي قواوو په موجودیت کي طالبان نه سي کولای چي یو ښار د ډیر وخت لپاره وساتي. ځکه دا د نظامي لحاظه ناممکن کار دئ. مګر طالبان کولای سي چي زیاتره ښارونه محاصره کړي، او د خپل نظامي طاقت نمایش وکړي. ښايي همدا د طالبانو اساسي هدف وو چي افغانانو او جهانیانو ته دا وښيي چي هغوی کولای سي پر يوه ستراتیژیکي ښار باندي منظمه حمله وکړي. کېدای سي چي د طالبانو دا حمله جمهورریس ټرمپ دېته وهڅوي چي ژر تر ژره له کلیوالي سیمو څخه امریکايي عسکر راوباسي.
دغه راز، د غزني حملې د کابل رژيم بې کفایتي او غفلت یو کرت بیا ښه رابرسېره کړ. د کابل رژیم یوازي هله اقدام کوي چي د یوه مسلم نظامي او سیاسي بحران سره مخامخ سي. ځکه اشرف غني او دار و دسته ئې هیڅکله مخکي له مخکي کوم عملي پروګرام نه لري. بس تمامه ورځ په خپلمینځي شخړو تېروي، او ټول توکل او تکیه ئې پر خارجي قواوو باندي ده. د اشرف غني فاسد رژیم دونه غافل دئ چي د غزني بحراني حالات ئې له ډیر پخوا څخه لیدل، خو هیڅ اقدام ئې و نه کړ. د اشرف غني عقل کوره او غړي ئې فلج دي.
د غزني د حملې بل اړخ دا دئ چي دا بريد پداسي وخت کي کېږي چي د طالبانو او امریکایانو تر مینځ په قطر کي د سولي خبري رواني دي. ښايي طالبان غواړي چي د رسمي مذاکراتو څخه مخکي پدې راز حملو کي خپل نظامي طاقت وښيي، او د سولي په خبرو کي خپل موقف لا غښتلی کړي. دا کار عموما په ټولو جنګونو کي کېږي.
د طالبانو بل هدف ښايي دا هم وي چي هغوی غواړي پدې حملو باندي جمهورریس ټرمپ دېته وهڅوي چي له افغانستانه د امریکايي عسکرو په ایستلو کي بېړه وکړي، او د افغانستان د کشالې لپاره ژر تر ژره یوه سیاسي او دپلوماتیکه د حل لاره پیدا کړي. امریکايي مطبوعات وايي چي ټرمپ د افغانستان اوږد جنګ بې حوصلې کړی دئ،‌او د خپلو جنرالانو سره ئې روابط خراب سوي دي. ټرمپ امریکايي جنرالان ناکامه ګڼي، او وايي چي هغوی د افغانستان په مورد کي دوکه ورکړې ده.
د غزني حملې دا خبره هم په اثبات ورسوله چي افغانان باید لاس په کار سي. د جنګ ته ختمولو لپاره افغاني لاري چاري ولټوي. او د جنګ پر دواړو خواو باندي د ولسي فشار څخه کار واخلي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي