آریانانیوز: د افغانستان ؤلس؛ له انګریزانو سره دری ځلې سختی جګړی کړی دی. له انګلیس سره د افغانستان د ؤلس لمړنۍ جګړه د ۱۸۳۹ او ۱۸۴۲ کلونو ترمنځ وه؛ چی دا جګړه د غازی« محمد اکبر خان» په مشرۍ ، د افغانانو په بریالیتوب سر پایته ورسیدله، او د انګلیس د هماغه وخت د امپراطورۍ لښکریانو ماته وخوړله. د افغان- انګلیس دویمه جګړه؛ د ۱۸۷۸ او۱۸۸۰م کلونو ترمنځ وه، چی هغه هم د افغانستان د خلګو په ګټه پایته ورسیدله.
او د افغان- انګلیس دریمه جګړه هم، د ۱۹۱۹ کال د مۍ په شپږمه نیټه پیل، او د دغه کال د اګسټ په میاشت کی پایته ورسیدله.
د 1919 کال د اګسټ په ۱۹ نیټه؛ چی د ۱۲۹۸ کال د د زمری میاشتی له ۲۸ نیټې سره برابره وه، انګریزان د افغانستان د خپلواکۍ د معاهدې لاسلیکولو ته مجبور شول.
غازی امان الله شاه، په هماغه وخت کی له انګلیس څخه وغوښتل، چی په سوله ایزه توګه له افغانستان څخه ووځی، او د دغه هیواد خپلواکې په رسمیت وپیژنی، خو هغوی ونه منل او امان الله خان یی دیته مجبور کړ چی د هغوی په وړاندی وسله واله مبارزه وکړی.
د آزادۍ غوښتنی وسله واله مبارزه؛ د هیواد په دریو حوزو، یعنی کندهار؛ ننګرهار او پکتیا کی پیل شوه، چی د محمد نادر خان په مشرۍ د پکتیا جبهی؛ له نورو سره په پرتله کی دغه دنده په لا ګړندې توګه پر مخ بیوله، چی د وزیر قوم پیشمرګانو پکی ټاکونکئ رول درلود، او په«تل» او«وانا» کی د انګلیس د پوځی اډو په ړنګولو سره یی د انګریزانو ملا؛ ماته کړه.
په هر هیواد کی خپلواکې؛ د هغه د خلګو لپاره د ژوندون په معنا ده. که خپلواکی وی، خلګ د خپلو چارو د کنټرولولو خاوند او د هویت څخه برخمن دی، او د خپلو ارزښتونو په اساس ژوند کوی. اوس؛ پوښتنه داده چی آیا د افغانستان خلګ، نن سبا پخپل هیواد کی د امریکایی او ناټو ځواکونو په شتون سره، چی ۱۸ کاله وړاندی یی له ترهه ګرو سره د مبارزې په پلمه، په افغانستان کی لښکر کشې کړې ده؛ په رښتیا آزاد او د خپلی ارادی خاوندان دی. د افغانستان خلګ؛ له ۴۰ کلونو را هیسی څو ځلې تر پوځی تیریو لاندی نیول شوی دی، او دولتونه یی تل لاس کینولی ؤو، او اوس هم په افغانستان کی یو داشان وضعیت واکمن دئ، چی د افغانستان دولت پخپله هیڅ اختیار نه لری. په تیرو څلویښتو کلونو کی یو کامل نسل په جنگونو او د پردیو ځواکونو په تیریو کی روزل شوی دئ، او حاضر د مه د دغه نسل ۴۰ کلونه تیریږی. آیا دغه نسل د خپلواکۍ په مفهوم پوهیږی؟
د افغانستان مشران او دولتی مقامونه باید د خلگو په نسبت صادق وی، او هغوی ته رښتیا ووایی، او باید پخپلو کمزورتیاؤو او پدی باندی چی پخپله هیڅ اختیار نه لری؛ اقرار وکړی، او له خپلو خطاګانو څخه پښیمانه شی، او خپلواکې باید په صداقت سره تعریف شی.
باید هغه نسل ته؛ چی پدغو ۴۰ کلونو کی لوی شوئ دئ د خپلواکۍ حقیقی تصویر ور وښودل شی. داسی تصویر چی د خپلواکۍ رښتنې څیره پکی ولیدله شی. د افغانستان خلګو ته باید وویل شی، هغه مشکلات چی اوس هغوی ورسره لاس او ګریوان دی، یو عامل یی دادئ چی خپلواکې نه لری. د یو خپلواک هیواد لپاره؛ دولت د بهرنیانو له خوا( د امریکی د پخوانی خارجه وزیر؛ جان کری په وسیله ) نه جوړیږی. د خپلواک هیواد د دولت مقامونه، د بهرنیانو د سفارتونو له خوا نه ټاکل کیږی، او د یو خپلواک هیواد په فضا کی د پردیو د الوتکو آوازونه؛ نه اوریدل کیږی، او په یو خپلواک هیواد کی(داعش) د پردیو د چورلکو په وسیله نه انتقالیږی.
خپلواکې؛ یعنی په ملی غرور او پخپلو اصولو او رودې سره اوسیدل، یعنی له هیڅ کومی اندیښنې او وارخطایی پرته ژوند کول، یعنی پخپل توان باندی تکیه لرل او پخپل ؤلس باندی ویاړل. خپلواکې؛ یعنی د برابرۍ د اصل په اساس، او له مریی توب پرته؛ له نورو ؤلسونو او دولتونو سره د اړیکو ټینګول.
د افغانستان ؤلس، او په تیره بیا د هغه ځوان نسل؛ چی په کلی توګه یی خپلواکۍ نه ده احساس کړې، باید د خپلواکۍ مزه وڅکی، او نن یو بل ته لاسونه سره ورکړی، او هڅه وکړی ترڅو داسی یوې ورځی ته ورسیږی، چی په رښتنی معنا د خپلواکۍ جشن ونمانځی.