برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۴ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دجمال خاشقجی په وژلې کې دمحمدبن سلمان رول

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس فاریّن پالیسی خپرونې پخپل یوه وروستی راپورکې دعربستان په وړاندې دامریکا دسیاست په چیلنج کولو سره لیکلی دی ، دسعودی عرب ولی عهد یو بدترجنایتکار دی اوباید دجنایتونو په باب ترې پوښتنې وشی.


روئیټرز خبری آژانس راپورورکړ دامریکا دمشرانو جرګې استازو بیګا د امریکا د استخباراتی ادارې سی آئی اې له مشر جینا هاسپل سره له کتنې وروسته وئیلی دی ،له زیات ډاډمن شوی دی چې په آل سعود رژیم نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د وژلې عامل دسعودی عربستان ولی عهد محمد بن سلمان دی .
دامریکایوه جمهوری غواړی سناتور او دمشرانو جرګې دبهرنیو اړیکو دکمیشن مشر باب کروکر هم له دې مخکې د امریکا د سی آئی اې دمشر دراپور له وړاندې کیدا مخکې وئیلی ، د سی آئی اې دمشر څرګندونو ، د جمال خاشقجی په وژلې کې د محمد بن سلمان دلاس درلودلو په باب دهغه نظر بدل کړی نه دی .
دامریکا دتینسی ایالت دغه سناتور زیاته کړې ، هیڅ شک نشته چې محمد بن سلمان دجمال خاشقجی د وژلې اصلی عامل دی .
دامریکا دمشرانو جرګې دبهرنیو اړیکو په کمیشن کې یوه ډیموکراټیک سناتور باب مننډز هم له جینا هاسپل سره له کتنې وروسته وئیلی دی ، دجمال خاشقجی په وژلې کې د محمد بن سلمان درول په باب هغه لیدتوګې چې له دې مخکې مو درلودې نوره هم پیاوړی شوی دی . هغه همداراز دجمال خاشقجی د وژلې په موضوع د امرکیا د سخت غبرګون او له سعودی تیریګرو څخه د واشنګټن دملاتړ د ختمیدا غوښتنه هم کړې .یوه بل جمهوری غواړی سناتور ریچرډ شلبی هم ټینګارکړی،ټول شواهد ددې ښودنه کوی ، چې دسعودی ولی عهد دجمال خاشقجی دوژلې حکم صادر کړی دی .
همداراز فاریّن پالیسی خپرونې هم پخپل یوه وروستی راپورکې دعربستان په وړاندې دامریکا دسیاست په چیلنج کولو سره لیکلی دی ، دسعودی عرب ولی عهد یو بدترجنایتکار دی اوباید دجنایتونو په باب ترې پوښتنې وشی .

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي