برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۱ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اعلان شوی اوربند دائمې سولې ته د رسیدو لپاره یوه هیله

طالبانو د یوې رسمي اعلامیې په خپرولو سره د را رسیدونکي کمکي اختر په مناسبت د دولتي ځواکونو په وړاندې دری ورځنی مشروط اوربند اعلان کړ.



د طالبانو د اوربند اعلان په ټول هیواد کې د ولس لخوا په تودو ولولو استقبال شو ، په پلازمینه کابل او د هیواد په لویو ښارونو کې د هغه په مناسبت په ډیر شمیر خلګ په خاص ډول ځوانان لارو او سرکونه ته را ووتل او د خوښي میلي یې پیل کړي.
دا چې زمونږ ځوریدلی ولس له تیرو څلویښتو کلونو راهیسي د جګړې په اور کې سوځې نو د جنګ بندي یوه شیبه هم ورته غنیمت او هغه د دائمي سولې لپاره یو ښه فال بولي.
سږنی اختر او د طالبانو امتیازي تعامل
د بهرنیو او داخلي ځواکو خلاف د طالبانو سږني الخندق عملیات تر توقع زیات بریالي او ډیرې سیمي یې له دولتي واکه وایستلې.
تر دې چې د فراه ولایت د مرکز په سقوط سربیره خپله دولتي چارواکو ۱۷ ولایتونو هغه سیمې اعلان کړي چې د طالبانو لاسته د لویدو له ګواښ سره مخ وي.
خو په پوځي لحاظ دغه پرمختګ د دې لامل نه شو چې طالبان د هغه په وسیله سیاسي بهره برداري او یاهم تفوق جويي وکړي؛ بلکې په عین همدې وخت کې طالبانو دوه داسې ابتکارات په کارواچول چې هغه په هیواد کې د ائمې سولې ته د رسیدو لپاره یو ممکن فرصت ګڼل کیدای شي.
له دغو ابتکاراتو څخه د طالبانو لومړی ابتکارد ټولو هغو دولتي منسوبینو په تیره امنیتي او دفاعي سرتیرو په نوم د عمومي بښني اعلان و کوم چې غواړي د وسلي په کیښودلو سره خپل عادي ژوند پیل کړي چې دغه اقدام یې که څه هم په مطبوعاتي لحاظ ډیر منعکس نه شو خو په پوځي لحاظ یې دا ګټه وکړه چې د هیواد په جنوب لویدیځه حوزه کې یو زیات شمیر دولتي سرتیري له دولتي لیکو څخه بیل او له جګړې لاس په سر شول.
او دوهم نوښت یې د دولتي ځواکونو په وړاندې همدا د اختر دری ورځنی اوربند دی چې د نورو کلونو د معمول خلاف یې سږکال رسنیزکړ او د طالبانو ویاند ښاغلی ذبیح الله مجاهد هم له رسنیو سره د هغه په توضیح کې وویل چې (( سږني اختریز اوربند له نورو کلونو سره یواځې په نشراتي لحاظ توپیر لري ، کنه دغه ډول اوربند د مقاومت له پیله د امارت یو موسمي معمول و.
که څه هم ځیني مغرضې کړۍ د سولې د تحقق په لاره کې د طالبانو دغه هیله بښونکی نوښت د دې په ځای چې یومثبت اقدام یې وبولي د هغه خلاف تبلیغات کوي او د هغو په ترڅ کې یې د ښاغلي غني د اوربند ځواب تعبیروي، خو واقعیت بلکل د دغې ادعاء خلاف دی.
ځکه طالبانو د دغه اوربند اعلان په ناڅاپي اوعشوايي ډول نه ؛ بلکې په دې اړه له څو ورځنیو مشورو او تفاهماتو وروسته داسې یوه پریکړه اعلان کړه چې په هغه کې دائمې سولې ته د رسیدو لپاره عملي اقدامات ځای پرځای شوي دي.
چې هغه عملي اقدامات د د دولتي جنګي بندیانو خلاصول او د اختر په شپو ورځو کې د هغوي له کورنیو سره د ممکنه لیدو کتو ( ملاقاتونواو تماسونو ترتیبول) دي.
د طالبانو اعلان شوی اوربند ولي د غني د اوربند ځواب نه دی ؟
ځکه چې :
الف : طالبان پوهیږي چې ښاغلی غني غواړي له خپل لوري په اوربند اعلانولو سره دا ثابته کړي چې اصلا د جګړې ابتکار له ده سره دی او حال دا چې واقعیت د دې برعکس دی ؛ ځکه د الخندق عملیاتو له پیله چې تر اوسه پوري کوم ځای هم پوځي عملیات تر سره شوي په هغه کې جګړه ییز ابتکار ټول له طالبانو سره دی او دولتي ځواکونه فقط له خپل ځانه په یوه کمزوري دفاعي حالت کې قرار لري، چې له امله یې د ټول هیواد په کچه د بیلګې په توګه هم ښاغلی غني نشي توانیدلی چې یو ځای دخپلو ځواکونو تهاجمي فعالیت ثابت کړي.
په خوست ، ننګرهار او پکتیا کې چې کوم شپني عملیات تر سره شوي هغه د امریکايي ځواکونو لخوا پر ولسي خلګو او دولتي ځواکونو شوي چې د ننګرهار په چپرهارکې د مشرانو جرګې د رئیس ښاغلي مسلمیار پر کور خونړی برید یې یوه ژوندۍ بیلګه ده.
ب : طالبان پوهیږي چې ښاغلي غني یاد اوربند د علماوو په هغې غونډې پوري مربوط کړی چې تیره اوونۍ په کابل کې تر سره او د طالبانو روان مقاومت یې نامشروع او حرام وګاڼه چې په دې اساس د ښاغلي غني لخوا د اوربند او یادې غونډې ترمنځ ربط په حقیقت کې د ده د واکمنۍ د مشروعیت او طالبانو د مقاومت د نامشروعیت تعبیر دی.
ج: طالبان پوهیږي چې ښاغلي غني غواړي په خپل دغه اوربند سره خپله هغه طرحه چې د کابل دوهمې غونډې په مهال یې طالبانو ته وړاندې کړه تائید او تاکید کړي.
د : طالبان پوهیږي چې د ښاغلي غني یاد اوربند هماغه ډول د امریکايي چارواکو او ناټو د دستور محصول دی لکه چې د کابل په غونډه کې طالبانو ته د سولې وړاندیز چې د خارجي د دستور مخصول و.
هـ : طالبان پوهیږي چې ښاغلي غني غواړي په یاد اوربند سره طالبان تر سیاسی او تبلیغاتي فشار لاندې ونیسي او خلګو ته ووايي چې دا دی زه خو طالبانو ته هم د سولې طرحې وړاندې کوم او هم اوربند ورسره کوم ، خو دا طالبان دي چې نه د سولې طرحه مني او نه هم د اختر په مبارکو شپو کې موقت اوربند.
ز: طالبان له شرعي لحاظه په دې عقیده لري چې د بهرنیو اشغالګرو خلاف د هغوی مقاومت هغه شرعي جهاد دی چې پیل او پای یې فقط د هغه د شرعي اهدافو په تر لاسه کولو پوري موقوف دي نه په ورځنیو سیاسي مصالحو او موافقو پوري .
د ښاغلي غني د اوربند له موخو څخه د طالبانو د پورتني درک له مخې هغوی و نه غوښتل چی د نوموړي د اوربند اعلان ته غبرګون وښیی .
خو دا چې په اسلامي تعلیماتو کې دا شرعي اصل شته دی چې شرعي امیر کولای شي د شرعي ضرورت او شرعي مصلحت له مخې هُدنه (اوربند ) وکړي ، هماغه و چې د دغه شرعي اصل په اساس یې د اختر په شپو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ او په هغه کې یې ښاغلی غني په ضمني ډول پر دي ملزم کړ چې که نوموړی واقعا سولې ته ژمن او د هغې واک ورسره وي نو باید د عملي سولې د تحقق لپاره دې له نمایشي اعلان پرته عملي ګام واخلي او هغه طالب بندیان دي خوشي کړي چې له کلونو راهیسي د دوي په محبسونو کې په نامعلوم برخلیک کې پراته دي.
خلاصه:
د نیکمرغه کمکي اختر په مناسبت د دواړو لوریو ترمنځ دا موقت اوربند د طرفینو لپاره یو مهم امتحان دی ، که خدای وکړي دواړه لوري له دغې امتحانې مرحلې څخه په بریالیتوب سره ووځي نو د دې هیله مندي لیدل کیږي چې دا موقت اوربند به په یوه دائمي اوربند سره بدلیږي چې له امله به یې د افغانانو له خاوري څخه د بهرني اشغال په پایته رسیدو منتج کیږي او د خالص افغاني مفاهمت له مخې به د زعامت ټاکلو واک افغانانوته سپارل کیږي
د هغې ورځې د رارسیدو په هیله …

شریک یي کړئ!