د بهرنیانو له لوري د افغانستان لپاره په رامنځته شوي نظام کې زیاتره هغه ډلې ټپلې فعال حظور لري کومې چې په نوییمه لسیزه کې د کمونستانو د وروستي حکومت له سقوط وروسته په خپلمنځي تنظیمي جګړو کې ښکیل وې، د سرو لښکرو په وړاندې د افغانانو سپیڅلی جهاد یې بدنام کړ، په افغانستان کې یې د پیاوړي اسلامي حکومت د جوړیدو مخه ونیوله ، انارشي او فساد یې حاکم کړ ، کابل یې په کنډواله بدل کړ ، ملي شتمني یې لوټ کړه او له روسانو او کمونستانو څخه پاتې فوځي وسایل یې چې پرمختللې جنګي الوتکې، سکاټ او لونا لرې ویشتونکي توغندي او پرمختللي ټانګونه ، توپونه او کوچنۍ نظامي ثابتې او سیارې فابریکې پکې شاملې وې کباړ کړې او په ګاونډیو هیوادونو یې د کباړ په ډول وپلورلې، خو کله چې د طالبانو د اسلامي تحریک په شکل کې د خپل ځوریدلي اولس له غبرګون سره مخ شوې د مقاومت تاب یې رانه وړ، له ګران هیواد څخه یې پښې سپکې کړې او په لږ وخت کې یې له شر او فساد څخه د ګران هیواد ۹۵ سلنه خاوره پاکه شوه.
خو اوس کله چې په ګران هیواد کې د ریښتونې او همیشنۍ سولې او ثبات لپاره د بهرنیو اشغالګرو ځواکونو د وتلو غوښتنه مطرح کیږي ځینې له پردیو څخه ترزیق کیدونکې کړۍ یې مخالفت کوي او د بهرنیو اشغالګرو پوځونو شتون د افغانستان د سولې او ثبات لپاره یوه اړتیا ګڼي او د عامه ذهنیت د تیر ایستلو په خاطر ویره څرګندوي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې به افغانستان د نوییمې لسیزي تنظیمي جګړو ته ستون شي خو پوښتنه دا ده چې د دوی دا ویره تر څومره بریده پر ځای ده ؟
که تاریخي او عیني حقایقو ته وګورو د دوی دا اندیښنه تر ډیره بریده بې ځایه ده ځکه چې :
۱ – افغانستان اوس هم د تنظیمي جګړو د دور په پرتله د سختې جګړې په لمبو کې سوځي او دا داسې جګړه ده چې د بهرنیو اشغالګرو فوځونو له وتلو څخه پرته یې پای ناشونی دی .
۲ – د بهرنیو فوځي لښکرو د اشغال د دوام ضررونه زموږ افغاني اسلامي ټولنې ته له معنوي پلوه د تنظيمي جګړو د دور په پرتله ډیر زیات دي څومره چې اشغال دوام پیدا کوي هومره زموږ د ځوان قشر افکار خرابیږي، په اسلام یې د باور منګولې سستیږي او خپلو ملي ارزښتونو ته بې اعتنا کیږي، پردي معیارونه خپلوي او د ترقۍ او پرمختګ په نامه د لویدیځ د شړیدلي تهذیب له ناولتیاؤ سره تماس پیدا کوي او خپلوي یې ځکه بهرنیو اشغالګرو د نظامي جګړې تر څنګ زموږ د ولس په ځانګړې توګه د ځوانانو د فکرونو د یرغمل کولو او مسخه کولو لپاره زوروره فکري او رواني جګړه پیل کړې ده او پر مخ یي وړي او دا یو منل شوی حقیقت دی چې د فکري بربادۍ رغول پیړۍ غواړي او کله بیخي ناشونی وي خو فزیکي بربادي ډیره ژر رغول کیږي پرون کابل یوه کنډواله ښکاریده مګر نن هغه رغونه چې اولس ترسره کړې ده او خپل کورونه او مارکیټونه یې آباد کړي دي داسې نه ښکاري چې دلته د کومه جګړه تیره شوې وي همدغه راز هغه فکرونه چې د کمونیزم ، سیکولریزم او نیشنلیزم مکروبونو رنځور کړي دي تر ننه پورې نه ورغیدل او نه یې افغانان له شر څخه خالي شول .
۳ – د هغو جګړه مارانو او جګړه مارو ډلو ټپلو تر منځ د جګړې د مخنیوي څخه چې ځینې کړۍ د بهرنیو اشغالګرو فوځونو شتون ورته یوه اړتیا ګڼي د افغانستان بشپړ استقلال او د افغانانو د اسلامي او ملي ارزښتونو ساتنه ډیره مهمه ده ، دا به بیخي په عدالت پورې مسخره وي چې یو څوک له یو داسې اولس څخه چې میلیونونه فرزندان یې د استقلال او خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتنې په موخه قرباني کړي وي دا غواړي چې د بهرنیانو اشغال د څو مفسدانو تر منځ د ټکر د مخنیوي او د دوی د شخصي او ګوندي ناولو ګټو په خاطر په ځان ومني .
زما په فکر که چیرې بهرنیان ووزي ، د افغانستان په چارو کې یې د مداخلې لاس لنډ شي ، افغانان د یو سوچه اسلامي نظام په سر توافق ته ورسیږي ، د افغانستان د هرې طبقې د وګړو حقوق د اسلام د اصولو له مخې خوندي شي او د جګړې د دوام عقیدوي عامل پاتې نشي ډیر ژر به په افغانستان کې سرتاسري سوله رامنځته شي او که بیا هم یو څوک د سیاسي او مادي امتیازاتو په خاطر جګړې او ټکر ته مخه کوي ټول افغانان به يې په یوه غږ سره په وړاندې ودریږي او ډیر ژر به مغلوب شي ان شاءالله .