برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۶ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

آیا باید ځان د ناټو او امریکا غېږ ته واچوو؟

د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي د مشرانو جرګې غړو ته ویلي، هېواد له شلو استخباراتي ډلو سره لاس ګرېوان دی، ځکه خو له ناټو او مریکا سره د تړونونو لاسلیک «ښه کار» و.


مشرانو جرګې پرون په هېواد کې د روان امنیتي وضعیت د پوښتنې لپاره د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي، د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت مرستیالان ور غوښتي و.
د مشرانو جرګې غړي زلمي زابلي امنیتي مسؤلین له ناټو او امریکا سره د شویو تړونونو اړوند وپوښتل چې په وینا يې د دې تړونونو باوجود ولې ګڼې امنیتي ستونزې او د پاکستان له لوري مداخلې روانې دي.
د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي يې په ځواب کې وویل، چې هېواد له شلو استخباراتي ډلو سره لاس ګرېون دي، ځکه خو باید ځان د ناټو او امریکا غېږ ته واچوو.
د هغه په خبره د هېواد د دفاع لپاره له ناټو او امریکا سره تړون یو «ښه کار» و، هغه دعوه وکړه چې د همدې تړون پر اساس بهرنیانو ورسره ډېره مرسته کړې ده.
ولسي جرګې د اختر د اوربند اړوند بحث کې د حکومت دا دعوه هم بې ځایه وبلله، چې ګواکې له طالبانو پرته ګڼې نورې ډلې هم د بهرنیانو او حکومت پر وړاندې ولاړې دي.
زلمي زابلي پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «داسي معقول منطقي او د قناعت وړ جواب يي نه درلود، موږ هم ورته وويل چې دا ستاسي ځوابونه د قناعت وړ نه دي، موږ به خپل شکاياتونه نور هم اوچت ساتو.»
ګډ حکومت د واک په دویمه د متن له لوستنې پرته له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ، چې تر اوسه پورې يې ملي شورا څو ځلې د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي