برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۸ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په نړۍ کی دآمریکا په سیاسی، اقتصاد ی او پوځي ډګرونو کې ځوړتیا

آریانانیوز: دبهرني سیاست په ډګر کې دامریکا ځوړتیاپه نړیوال ډګرکې د واشنګټن داغیزشیندنې په کمیدا سره مشخصه کیږی. دا موضوع له هغې یو اړخیز پال کړچارسره په مستقیم ارتباط کې ده چې په تیره بیادجارج ډبلیوبش د واکوالۍ له پړاؤ او په افغانستان او عراق د حملې په څير د هغه له خپل سرو اقداماتو څخه ،سوکه سوکه دامریکا د نړیوال موقعیّت د لړ زیدا زمنیه برابره شو ه .


د ۲۰۱۷کال دجنورۍ په شلمه نیټه دامریکا د نوي ولسمشر په توګه د ډونالډټرمپ واک ته رسیدا،یو اړخیز پال سیاست ته بیا ژوند وروبخښۀ. ټرمپ د :لومړۍ امریکا: دشعار په دوام کې د امریکا موخو او ګټو ته د لومړیتوب په ورکولو سره ،البته نورو هیوادونو ته له پامه پرته ،په دې عقیده دی،چې د واشنګټن ځانمنامه او یواړخیز پال سیاستونه به ،پر خپل سیال ددغه هیواد قدرت او غلبه زیاته کړي .
همداراز امریکا او دهغې دګټو د خوندي کولو په زمینې کې د ټرمپ کړچار د نړیوالې ټولنې د اجماع او حتی دخپلو اروپائي شریکانو اومتحدانو په ضد د دریځونو د غوره کولو لامل شوي دي .
د امریکا د ملی امنیت د شورا پخواني مسئول مقام رابرټ مالي وائي،د ډونالډټرمپ یو اړخیز پال دریځ دغه هیواد تر ډيره حده منزوي کړی دی .
دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د یو اړخیز پال سیاست او دبشپړ مستبدانه کړن لارې په تعقیبولو سره د نړۍ په هیوادونو او حتی پرخپلو اروپائي متحدانو دخپلو غوښتنو اوکړنو دتپلو په لټه کې شوی دی .
ټرمپ په کرتو اروپایان، دهغه څه په دلیل چې په ناټوکې ئې دهغوی ناکافی ونډه بللي،رټلي دي او په عین حال کې دپاریس د آب وهوا له موافقې په وتلو سره ئې،داروپائي هیوادونو دمشرانو د سختو نیوکو اورټلو دلیلونه برابر کړي دي .
ددې په ترڅ کې چې له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دامریکا وتل،چې ټرمپ د تیرکال دمئ په اتمه نیټه اعلان کړي،په بشپړ ډول د اروپائي اتحادئې او د اروپائي ټرائيکا(انګلستان،فرانسې او جرمني ) دغوښتنې په اپوټه وه او په دې باب اروپایانو د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دساتلو په خاطر پر هلوځلو ټينګار کړی دی .
دفرانسې داقتصادي چارو وزیر برونو لومر وئيلي دي ، دا چې واشنګټن واغواړي،د نړۍداقتصاد پولیس مین شي،هیڅکله هم دمنلو وړخبره نه ده :
یوازې دامریکا اروپائي متحدان او شریکان نه دي،چې د ټرمپ دچلند په څرنګوالي اوکړنو شکایت کوي . په سیاسي اوپوځي ډګر کې دامریکا اصلی سیاله ، یعني روسیه او په اقتصادي اوتجارتي ډګر کې سیال یعني چین هم له بیلابیلو موضوعګانو سره په تیره بیا له نړیوالو موضوعګانو سره په چلند کې د ټرمپ په کړنو ډيرې سختې نیوکې کوي .
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې موضوع ټينګار کړی،چې دامریکا په مشرۍ د نړۍ یو قطبي نظام د روسیې لپاره هیڅکله هم دمنلو وړ نه دی او دا هیواد به هیڅکله هم دغه شان نظام ونه مني .
له هغو اقداماتو او کړنو سره د ډونالډټرمپ مخالفت ته په پام سره چې دنړیوالې ټولنې د اجماع وړ دي،د پاریس دآب وهوا موافقه،دجامعې نړیواله ایټمي موافقه او د ټرمپ دخوښې وړ له تجارتي ټیرفونو سره مخالفت ته اشاره کولی شو .
دټرمپ په ضد نړیواله صف بندي سوکه سوکه په رامینځةکیدا ده . ددغو دباؤنو اومخالفتونو ټولګه په نړیوال ډګرکې د امریکا دلازیاتې منزوي کیدا او د نړیوال اغیزشیندونکي قدرت په توګه ئې د ځوړتیالامل شوې ده.
ددې په ترڅ کې چې د امریکانرم قدرت هم د هغو دغیرقانونی او یواړخیز و اقداماتوپه دلیل تر ډيره حده د ځوړتیا په باب ده او دنړۍپه عمومي افکارو کې د امریکا محبوبیّت تر ډيره حده کم شوی دی .
دامریکا دځوړتیایوبل اړخ،ددغه هیواد دتجارتي او اقتصادي نسکوریدونکي بهیر ته ورګرځي .دامریکا اقتصادي ځوړتیابیلابیل مظاهر او نښې لري چې په هغوکې د امریکافیډرل بودجې خسارې،له نورو اقتصادی قدرتونو په تیره بیا چین سره د امریکا دتجارتي دغرې له امله د خسارې زیاتیدا، تر کابو دوویشت ټریلیّن ډالرو پورې دامریکا د ملی پور دپام وړزیاتیدا او هم په نړۍ کې د مالی مبادلاتو او اسعارو په ډګر کې د ډالر د رول کمیدا ته اشاره کیدلی شی .
په عین حال کې ددې موضوع یو خورا مهم مثال ،د سیال قدرت یعنی له چین رانیولې دشریک قدرت یعني تر اروپائي اتحادئې پورې له ډيرو نړیوالو اقتصادي قدرتونو سره د ټرمپ د ولسمشرۍپه پړاؤکې دامریکا پراخو اقتصادي ډغرو رامینځة کیدا ده .
دغه تجارتي جنګ،داقتصادي ملاتړي سیاست په باب دټرمپ د تجارتي او اقتصادي سیاستونو نتیجه ده . هغه پر وارداتي موادو او مصنوعاتتو د پنځه ویشت فی صدي ټيرفونو او پر فولادو او الومینیمو تر لس فی صدي ټیرفونو په زیاتولو سره،دامریکادتجارتي شریکانوپراخ اعتراضونه راوپارول او دا لامل شول دوي هم په متقابل اقدام کې له امریکا پر ځينو وارداتي شیانو نوی ټيرفونه ولګوي .
دا موضوع د یوه هغه تجارتي جنګ دپیلیدا په معنا ده ، چې اوس ئې لمن په پراخیدو ده او په تیره بیا د امریکا اوچین د تجارتي مخامخیدنې لامل شوې ده .اروپایان هم په دې اند دي،چې تجارتي جنګ به هیڅ بریالیتوب ونه لري . دم ګړۍ دامریکا او اروپائي اتحادئې ترمینځ هم تجارتي تاؤتریخوالی زیات شوی او ټرمپ حتی اروپائي اتحادیه هم دامریکاتجارتي دښمنه بللې ده .
دامریکا داقتصادي ځوړتیا یوه بل اړخ،په نړۍ کې د ډالرو د ارزښت د کمیدا بهیر دی .د ډونالډټرمپ دولسمشرۍپه پړاؤ کې د امریکا یو اړخیز او سرزوري سیاستونه او اقدامات په تیره بیا د امریکا دسیالانو اودښمانو په ضد دبندیزونو اعمالیدا او حتی د امریکا دمتحدانو په ضد دبندیزو دلګولو ګواښونه،لامل شوي دي،څو ډيری حکومتونه اوحتی دامریکا اروپائي متحدان،له بندیزونو د واشنګټن په ناوړه استفادو او په نورو هیوادونو د دباؤ د اړم په توګه له ډالرو په استفادې نیوکو ته مخه کړي .
داپه داسې حال کې دي چې دامریکا دبودجې خساره له ۲۰۱۳کال څخه وروسته له ۲۲تر ۲۵فی صدو پورې وه او له دې مخکې هم دافغانستان او عراق دجنګونو په اوج کې اته ویشت فی صده وه .دامریکا سمندري ځواک دغه احصائې تائيدکړي،خو مدعي دي،چې تیار دي ،هروخت چې لازمه شي، دخپلو تجارتي خسارو دکمولو او دغه راز پر سیالانو دبرلاسه کیدا لپاره له خپلو بیړیو استفاده کوي ،چې دا چاره د امریکا د تجارتي خسارې د لا ډيریدا ښودنه کوي .
دامریکا ولسمشر دتیر کال ددسمبر په وروستیو شپو ورځوکې عراق ته پخپل ناڅاپي او پټ سفر کې وئيلی دي،امریکا نور دنړۍ پولیس مین نشي کیدلی ،چې پخپله د امریکا د اقتصادي وضعیّت دلاځوړتیا ښودنه کوي .
په عین حال کې هغه د امنیت دتجارت جوړونې دپالیسۍ په دوام کې وئيلی دي،که هیوادونه ګروهمن وي چې امریکا،دهغه په وینا،دجبهې په لومړنۍ کرښې کې وي ،نو باید لګښت ئې ورکړي . دا څرګندونې هم ښئ چې له نړیوال پولیس مین رول څخه دامریکا ډډه کول ، نړیوالې سولې سره دمرستې لپاره کومه ښه او هوښیاره ټاکنه نه ده ، چې په اجباري ډول پر نړۍ تپل شوي او ددغه هیواد له داخلي کمزورتیاؤ ئې سرچینه اخستې ده .امریکا له دوهم نړیوال جنګه وروسته دپانګوال نظام د ګټو دساتلو لپاره په نړیوال پولیس مین بدله شوې وه .
په عین حال کې دغه هیواد اوس په کابو دوه ویشت ټریلیّن ملی پور سره او د څه دپاسه یو ټریلیّن بجټ خسارې سره مخامخ ده .
دامریکا دغه وضعیّت لامل شوی څو دغه هیواد په اجباري توګه ،له هماغه پیله د نړۍ دپولیس مین د خپل رول کمیدا په لور حرکت وکړي ، په عین حال کې دامریکا ولسمشرخپل چمتووالی اعلان کړی،چې که نور هیوادونه د امریکا دپولیس مین رول لوبونې سره ګروهمن وي،نو ددې دلګښت د ورکولو په بڼه کې به امریکا هماغه راز دغه رول ته یعني د پولیس مین رول لوبونې ته دوام ورکړي ..
په دې توګه ټرمپ مدعي دی چې امریکا د نړیوال پولیس مین درول دلوبولو په ځاي حاضره ده،د پولیس مین یا د پولیسی وکالت په ځاي د پیسو دترلاسه کولو په بدل کې دغه ځاي خپلو سیمه ایزو متحدانو ته پریږدي څو پخپله دغه رول ولوبوي .

شریک یي کړئ!