برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۰ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

صهیونیستی پوځیان ۳ فلسطینی شهیداو ۳۰۰ تنه يي زخمی کړل

د غزی په تړانګه کې د عامی روغتیا مقامات وای د اسرائیلو پوڅ د اپریل په 27 د جمعی په د هغه لاریون کوونکو پر خوا چې د غزی او اسرائیلو په پوله سره ټولو شوي وو ډزی کړي چې د ډزو په اثر یی دری فلسطینيان وژلی او 300 نور یی روغتون ته استولی دي.


د غزی په تړانګه کې اعتراض کوونکې کسان خپل لاریونونه ددي په منظور ترسره کوي چې د جعلی اسرائیلی حکومت په وړاندي خپل آواز اوچت کړي، ترڅو وکولای شي د خپلو بی ځایه شويو کډوالو لپاره د بیرته تګ لاره برابره کړي.
دا حرکت د شپږو ورځو لپاره د « ځمکې د ورځی » څخه د « نکبت تر ورځی» پوری دوام لری. د بیرته تګ لاریون د بی ځایه شويو فلسطیني بیځایه شوي کسانو په د حمایت په خاطر ترسره چې د میلادي پیړی د 40 لسیزی د جګړو په جریان کې د اسرائیلو د جعلی حکومت د رامنځ ته کېدو سبب شوي دي .
په همدي اړه یورو نیوز د فلسطین د عامی روغتیا د یوي منبع له قوله ګزارش ورکړي چې په تیرو اونیو د همدي لاریونو په جریان کې د ګولیو د لګیدو له امله یوه خبریال او یوه بل ځوان خپل ژوند د لاسه ورکړي دي .
یاد وزارت اعلام کړي چې 15 کلن عزام عويضه چې تیره په ورځ په جګړه کې د غزی د پولی د اسرائیلی پوځیانو په ګولی ټپی شوي وو د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د یاد وزارت د اعلان له مخکې عزام عويضه د جمعی د ورځی په لاریون کې د غزی په سهیل کې په سر باندي په ګولی لګیدلی وو.
د لاریونونو دپیل څخه د مارچ د میاشتی تر پایه پوری 45 فلسطینيان د اسرائیلی پوځیانو په لاس وژل شوي دي او تر 5500 کسانو ډیر ټپیان شوي دي.
همدارنګه رويترز آژانس خبر ورکړي دي چې زید رعد الحسین د ملګری ملتونو د بشر د حقونو د عالی شوار کمیشنر په خپل بیان د اسرائیلی پوځیانو دا کړنه یی غندلی ده او زیاته کړي ده: څلور اونی تیری سولی 42 فلسطینيان وژل شوي او تر 5500 تنو ډیر د غزی د حصار په سیمه کې ټپیان شوي او د اسرائیلی پوځیانو هیڅ ډول خبر ندي ورکړل شوي. د انسانانو وژل کېدي د خپګان وړ دي او د ډیر مهمات لرونکو کسانو ډیر والی هم یو ډول جنایت دي؛ هغه هم نه یو وار یا دوه واره، بلکه په وارونو وارونو. د نړیوالو قوانینو پر بنسټ یواځی د سختی اړتیا په وخت کې کولای شي چې د وژونکې ځواک څخه کار واخیستل شي، مګر لیدل کېږي چې د ډبرو او لرګیو وارونه څه د پوځیانو پر خوا کوم ډول سخت کار کېداي شي چې د پوځیانو لپاره سخت ګواښ وي. د بیرته تګ لاریون ګډون وال بی وسلی دي او د اسرائیلی پوځیانو لپاره هیڅ ډول ګواښ نشي کېداي. دا ډول وژنی د اشغالګری په زمانه کې د قصدي وژنو په ډول دي او د ژنو د کانونسیون د څلورمی مادي نقض په ښکاره ډول په کښې ښکاري.

د ويلو ده چې د بشری حقونو مدافعین، اسرائیلی سرتیری په ناحقه اور اچوي او بی دلیله جګړی تورن کوي. د اروپا اتحاديه او د ملګرو ملتونو د سازمان مشر هم د بیګناه کسان پرخوا د ډزو کولو په اړه د څیړنو غوښتنه کړي دي.
په همدي اړه د اسرائیلی پوځ پخوانی مشرانو د صهیونستی ورځپانی ( معاریو) سره په مرکه کې دا منلی چې، د غزی په تړانګه کې د هیڅ وژل شوي کس وژل کېدل په تصادفی او نګهانی ډول یا د سرتیرو د اشتباه کېدو په صورت کې ندي پیښ شوي. د صهیونیستی حکومت پوځ هیڅ اړ ندي چې د فلسطیني ماشومانو د وژل کېدو په خاطر بخښنه وغواړی. او د اسرائیلو لپاره مهمه ندي چې د هغه چا پر خوا چې ګولی اوروي د څو کالو دي.
اسماعیل هنیه د فلسطین د اسلامی جنیش د مقاومت مشر په خپله یوه وينا کې ويلی د بیرته راتګ لاریونونو د صهیونیستی دښمن څخه یی لاره ورکه کړي او ددي سبب ګرځیدلی چې اسرائیل په خپل سیاست کې بیا کتنه وکړي.
د عربو اتحاديه هم د فلسطین د مسلمانانو ځپل د اسرائیلو پوځیانو په یوه بیانیه کې ددي اتحاديه د مشر په واسطه تایید کړي: د داسی وحشيانه کړنو په اثر یوه اندازه فلسطینيان تیره ورځ په یوه سوله ایزه لاریون کې د غزی په تړاګه کې د بیرته تګ لاریون پر ګډون کوونکو پر حق تاکېد کړي.
محمود عفیفی د عربو د اتحاديه رسمی وياند په همدي اړه ويلی دي: د اعرابو کړنلاری او د اشغالګرو دا ډول ظالمانه کړنی د فلسطیني مسلمانانو د لاریونونو په تعامل کې دا دول نړیوالو قوانینو ښکاره ماتول، د بشر د حقونو نړیوالو قوانینو او اړوند نړیوالو پریکړه لیکونو او د سیاسی او اخلاقی قوانینو خلاف کار دي.چې دا ډول کړنی د اسرائیلو افرادو پر غاړه دي هغه کړنی چې د سوله ایزو لاریونونو په نتیجه کې د تیرې مارچ میاشتې څخه تر اوسه د لسګونو فلسطینيانو د شهید کېدو او ټپی کېدو باعث ګرځیدلی دي. د ځپلو پر ټاکنه ټینګار او د تاوتریخوالی سره د مقابلی او د فلسطیني خلګو خپل مشروع غوښتنی بولی او د خپل حق غوښتونکې دي. په خاص ډول د فلسطینيانو سوله ایز لاریونونه کېداي شي د وضعی د پټاو سبب شي او ټوله سیمه تر اغیزی لاندي راولي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي