برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۵ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ړوند دجال فتنې

یوه خبره ډېره مهمه ده چې باید په یاد یې وساتو او هغه دا چې دجال به یا زر راشي یا لږ وخت وروسته، مګر دجالیت او یا واړه دجالیان راغلي او لا هم دغه له دجال نه مخکې د دجالیت فتنې او واړه دجالیان را روان دي، د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د یو مبارک حدیث شریف الفاظ په دې ډول دي چې:
عن هشام ابن عامِر قال سمِعْتُ رسول الله صلی الله علیه وسلم (( ما بیْنَ خَلَقِ ادمَ اِلی قیام الساعةِ خَلْقٌ اکبرُ من الدَّجال)) رواه مسلم
د هشام ابن عامر څخه روایت دی وایي چې ما له رسول اکرم صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې د ادم علیه السلام د پیدایش نه بیا د قیامت تر قایمیدو پورې د الله پاک په مخلوق کې د دجال څخه بله لویه فتنه نشته.
هر پیغمبر به خپل امتیان د دجال له فتنې څخه خبرول او ورته به یې د دې فتنې څخه د ځان ساتلو طریقه ښودله، په همدې ترتیب مُحمّدُ رّسول الله صلی الله علیه وسلم هم خپل امت ته د دجال د فتنې مکمل معلومات ورکړي، خپل امت یې خبر کړی تر څو د دې فتنې ښکار نه شي او دا فتنه جدي وګڼي، اوسمهال د دجال د فتنې په هکله چې هر څومره زیاتې لیکنې وشي او معلومات خپاره شي بیا به هم کم وي، ولې چې دا دومره لویه فتنه ده د کومې فتنې څخه چې د ادم علیه السلام له پیدایښت واخله تر قیامته بله ستره او خطرناکه فتنه نشته، دا چې دجال به کله راځي دا علم یواځې الله جل جلاله ته دې مګر د دجال فتنو په درسته نړۍ خپل سیوری خپور کړی او میلیونونه بلکې میلیاردونه انسانان په شعوري او لا شعوره توګه د دجال په فتنو کې لویدلي دي، همدې مهمې نقطې ته په کتو چې هسې نه په قصد یا سهوه د دجال په کومه فتنه کې اخته شو، ښه ده چې په دې باره کې بار بار یاده وکړای شي او له دې لویې فتنې ځان ناخبره یا غافله وا نه چوو، دا لیکنې به یو څه اوږدې وي، خو ستړې کوونکي نه دي بلکې د دې په تر پایه لوستلو به له ډېرو مهمو رازونو خبر شئ، هیله مې داده چې د دجال او یاجوجو ماجوجو اړوند معلومات او لیکنې هم په خپله په ډېر فکر او توجه سره ولولئ او هم یې نورو مسلمانانو ورونو او په خاص ډول خویندو، خپلو کشرانو او اولادونو ته ورسوئ، تر څو د دجالي فتنو او دجال څخه خبر شي او په لا شعوره یا شعوري ډول د دې فتنو په دام کې و نه نښلي.
په دجالي فتنو( تلویزیون، کیبل او موسیقۍ) روږدي خلک باید دا خبره په یاد ولري چې موسیقي بیشکه د روح لپاره غذا ده خو زهرجنه او ناپاکه غذا، زموږ بدن د خاورې نه جوړ دی او همدې خاورې ته به ځو:
سُوۡرَةُ طٰه : ۵۵ ایت: مِنْهَا خَلَقْنٰكُمْ وَفِيهَا نُعِيدُكُمْ وَمِنْهَا نُخْرِجُكُمْ تَارَةً أُخْرٰى
له همدې ځمکي څخه موږ پيدا کړي ياست، همدې ته به مو بيرته ور ولو او د همدې څخه به مو دوهم ځل را وباسو.
دا چې زموږ جسم له خاورې جوړ دی نو د همدې خاورې څخه غذا تر لاسه کوو مګر زموږ روح د الله جل جلاله لخوا څخه دی او همغه ذات ته به بیرته وګرځي:
سُوۡرَةُ البَقَرَة : ۱۵۶: …إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّآ إِلَيْهِ رٰجِعُونَ
موږ د الله جل جلاله يو او د هغه (الله جل جلاله) لوري ته ور ګرځېدونکي یوو.” –
نو زموږ غذا هم د الله جل جلاله ذکر، ثنا او صفت(قرآن کریم) دی، نه د شیطان اواز ساز او سرود.
لکه چې الله جل جلاله فرمایي:
سُوۡرَةُ الرّعد : ۲۸ایت: الَّذِينَ ءَامَنُوا وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللَّهِ ۗ أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ
همدغه (د الله لوري ته ګرځېدونکي) خلك هغه كسان دي چي (ددې پېغمبر بلنه ) یې منلې ده او د هغو زړونو ته د الله په ياد سره ډاډينه ور په برخه کېږي. خبردار اوسئ! همدغه د الله جل جلاله ياد هغه شى دى چي زړونو ته ډاډينه ورپه برخه کوي.
قرآن کریم د موسیقۍ د زهرو ضد دی، پیغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم به په خپله هم قرآن کریم په خواږه آواز تلاوت کاوه تر دي پورې چې د مکې د مشرکانو سرداران به هم ورته پټ کیناستل تر څو یې واوري؛ نورو ته به یې هم په ښایسته آواز د قرآن کریم د تلاوت تلقین کاوه: زیَّنُوالقُرْآن بِأَصْواتِکُمْ…ابو داود.
یعني قرآن کریم په ښایسته آواز لولئ. په خپلو آوازونو سره ورته ښایست ورکړئ.
د قرآن کریم د تلاوت اثرات په روح او جسم دواړو شته، امریکایي مسلمان ساینس پوه او ډاکټر احمد القاضي د امریکا د فلوریډا آیالت په پانامه سیمه کې په اکبر کلینکس کې یوه څېړنه ترسره کړه تر څو د قرآن کریم د تلاوت اثرات په جسم او روح معلوم کړي، دغه څېړنه په دریو ګروپونو وشوه یو د مسلمانانو هغه ګروپ و چې په عربي ژبه نه پوهیده، دویم د مسلمانانو هغه ګروپ و چې په عربي هم پوهیدل او دریم د غیر مسلمو ګروپ ؤ.
دوی ټولو ته یې ښه شېبه د قرآن کریم تلاوت واوراوه، له هغې وروسته یې د دوی طبي حالت ټیسټ کړ ورته معلومه شوه چې د بلډ فریشر یا لوړ فشار لرونکو فشار نورمال شوی و او د زړونو د زیات درزېدا مریضانو ته د زړه ضربان کم شوي وو، اثرات په ټولو یو شان وو، جالبه دا وه چې په کومو ایتونو کې د جنت ذکر راغلی و د هغو په اوریدو سره د زړه د زیاتو ضربانو ناروغانو ته ډېره ګټه رسیدلی وه او د زړه ضربان یې کنټرول شوي وو، همدا ډول که عربي وګړي وو یا عجمي د دوی پر روحي او جسمي حالت دواړو یې اثر پرېښی و، د عذاب بیانونکو ایتونو هم پوره اثر کړی و.
نور بیا….

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي