د کابل پروسې په وروستۍ غونډه کې چې د روان کال فروري میاشتې پر اتمه تر سره شوه، ولسمشر اشرف غني په کښي د سولې یوه طرحه وړاندي کړه چې په هغې کې یې د اساسي قانون په چوکاټ کې طالبانو ته د یوه سیاسي ګوند جوړولو او ورسره هغوی ته د پاسپورټ ورکولو، تور لیست ختمولو او د مذاکراتو لپاره د دفتر پرانیستلو او ځینو نورو اسانتیاو اعلان وکړ. (د اشرف غني د وینا متن)
که څه هم په رسنیزه توګه د اشرف غني د سولې طرحې ته ډېر کمپاین وشو خو دا چې په دغې طرحې کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو او بهرنیو هیوادونو رول ته هیڅ اشاره نه وه شوې، د لومړۍ ورځې څخه ټوله طرحه د منفي عکس العمل سره مخ شوه.
د طالبانو پر ویب پاڼه هغه وخت په یوه تبصره کې وویل شول ( د اسلامي امارت دغه دریځ چې په افغانستان کې د سولې او ارامي د راتلو يوازينۍ لار او موثر ادرس دا بولي چې هغه څوک له دوی سره د مذاکراتو او خبرو اترو میز ته کښیني چا چې په افغانستان کې له تیرو ۱۷ کلونو راهیسې نارواجګړه شروع کړې، د افغانستان خاوره او ارزښتونه یې اشغال کړي او د افغانانو د ملي حاکمیت په مرۍ يې پښه ایښې، چې هغه امريکايان دی.).
د طالبانو په همدې تبصره کې د کابل پروسې له لوري وړاندیز شوي تنازلات «نمایشي او سطحي» بلل شوي وه، او موخه یې دا بللې وه چې امریکا او افغانستان د ولسونو له فشاره ځان خلاصول غواړي. (شهامت ویب پاڼه)
ډارماټیک بدلون:
په کابل کې د حکومت په غوښتنه د حکومت پلوه ملایانو غونډه جوړه شوه چې ډیری کسان یې بیا هم دیني عالمان نه وه، او حکومت خپله له مخکې ترتیب شوې فتوا وویشله، په دغه فتوا کې هم بهرنیو ځواکونو ته هیڅ اشاره نه وه شوې، بلکې ډیر ټینګار پر دې شوی وو چې په افغانستان کې د وروڼو تر منځ جګړه ده، باید په هره ممکنه لاره پای ومومي او د اصلاح بین الاخوه لپاره کار وشي. (د فتوا متن)
ددغې غونډې لپاره هم له مخکې او هم وروسته ډیر تبلیغات وشول خو تاثیر یې تر دې وړاندي چې غونډه جوړه شي، بایللی وو، ځکه چې مالومه خبره وه چې حکومت به دا کار کوي او ځیني دیني عالمان به د پخوانیو هڅو په توګه په زور او چل سره را ټولوي.
خو له دغې غونډې وروسته او همدې ته په استناد اشرف غني وویل چې د علماو د غوښتنې سره سم به د اتو ورځو (د ۲۷مي روژې څخه بیا د اختر تر ۵مې) یو اړخیز اوربند اعلانوي.
اوربند هغه یوازینی عملي ګام وو چې اشرف غني اوچت کړ او د ولس له خوا په درنه سترګه ورته وکتل شول.
طالبانو چې تازه یې د خپل مشر شیخ هبة الله اخوندزاده اختریز پيغام نشر کړی وو او ټینګار یې کړی وو چې دوی د خپل سیاسي دفتر له لاري د سوله ییز حل د موندلو هڅه کوي او د بهرنیانو پر وتلو یې ټینګار کړی وو، د اختر په ۳ ورځو کې د اوربند لپاره بیله اعلامیه خپره کړه. د طالبانو له لوري بیا هم بهرنیان مستثنی ګڼل شوي وه. (د اوربند اعلامیه)
د کابل پروسې د ناکامي طرحې څخه نیولې بیا د اشرف غني د اوربند او علماو ناکامي غونډي پوري د طالبانو ټول ټینګار د بهرنیو ځواکونو د برخلیک په اړه هغه اساسي ټکی وو چې تر اوسه لا اشرف غني او د امریکا اداره ورته اماده نه وه..
خو د طالبانو له لوري د اوربند اعلان ټوله نړۍ په حرکت را وستل ځکه داسي هیڅ اټکل نه کیده چې طالبان به داسي یو قدم اوچت کړي او یا به داسي یوه پریکړه عملي کړای شي، خو ټوله نړۍ هکه حیرانه شوه چې څرنګه د افغانستان پر سرتاسرۍ کې د اختر په لومړیو درو ورځو کې اوربند او ورسره امنیت تامین شو او طالب جنګیالي ښارونو او ولسوالیو ته را ښکته شول.
د نورو ډیرو ګټو سربېره د طالبانو د صف یووالی او د خپل امیر اطاعت یې یو بې مثاله لاسته راوړنه وه چې هم یې نړۍ او هم یې د افغانستان ولس مطمئن کړ. او ورسره یې د طالبانو د ولس هوسایني ښه نیت روښانه کړ. (د اوربند وروسته د طالبانو اعلامیه)
ولسي خوځښت:
د اوربند په موده کې په کابل کې د میشتو ځوانانو هغه سوله ییز حرکتونه او ورسره پر ټولنیزو پاڼو ولسي او رسنیز غبرګون یو ځل بیا ټول افغانستان ته د سولې امیدونه را ژوندي کړل او د سولې پر لوري يې هر قدم اخیستل اسانه کړ او په ورته وخت کې يې ټول ولس او نړیوالو ته څرګنده کړه چې په افغانستان کې اصل ستونزه له بهرنیانو را جوړه ده، افغانان په خپلو کې څلویښت کلنې تربګنۍ په درو ورځو کې شاته غورځولای شي او نړۍ ته د خپل ملي احساس او وطن مینه څرګندولای شي.
په ورته وخت کې د هلمند څخه روان شوی ولسي وګړي چې نور د افغانستان له جګړې په تنګ راغلي، د هلمند څخه په کم شمېر روان شوي کابل ته په ډیر شمېر ورسیدل، دوی ۷۰۰ کیلومتره لاره پر پښو مزل وکړ او پر لاري يې ځای ځای له ځانه سره نور ولسي وګړي ملګري کړل، په کابل کې يې په اشرف غني تر لسو ورځو پوري نور یو اړخیز اوربند وغځاوه او د بالاخیره یې د ولسي او طالبانو د غوښتنو سره سم د امریکا د سفارت مخته پړاو واچوی، دوی اوس هم د امریکا د سفارت مخته د یو ولسي خوځښت په حیث ناست دي، د امریکا سفارت، ځواکونو، حکومت او بالاخیره د امریکا ولس ته دا پيغام لري چې په افغانستان کې ستاسو ځواکونه د سولې او پرمختګ تضمین نشي کولای، دوی دلته ۱۷ کاله اوږده جګړه وکړه او لا یې هم د ختمېدو هیڅ امکانات نه لیدل کیږي. (امریکايي څیړونکي بانیټ روبن ته د پرلت کوونکو پيغام)
د امریکایانو له لوري د طالبانو سره مخامخ خبرو ته امادګي:
د بریالي اوربند وروسته لومړی اشرف غني اعلان وکړ چې د طالبانو سره د خبرو پر میز د بهرنیو ملاتړو او ځواکونو د برخلیک په اړه خبرو ته اماده دی، دا لومړی ځل وو چې اشرف غني دغه خبري ته راغلی، کنه دا خبره یې نه د کابل پروسې په طرحه کې کړې وه، نه یې د علماو د غونډې له لاري مطرح کړه او نه یې وروسته د اختر او اوربند په پيغام کې وکړه. (د اشرف غني وینا)
زما په نظر دا یو ستر بدلون دی، او دا بدلون یوازي د طالبانو له لوري د اوربند د بریالي عملي کیدلو او همداسي د هغوی له لوري لومړی د امریکایانو سره د مخامخ خبرو ټینګار او د ولس له لوري پر طالبانو باندي په دغه برخه کې همغږي بالاخیره لومړی اشرف غني اړویست چې دغه خبره وکړي او ورسره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په نامه خبرپاڼه نشر شوه. (دامریکا د بهرنیو چارو وزیر خبرپاڼه)
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په عمومي ډول د افغانستان په اړه خبرپاڼې د وزیر په نامه نه بلکي د وزارت او یا سفارت په حیثیت خپروي، په ځانګړي ډول داسي خبرپاڼې چې په هغو کې ددوی له لوري طالبانو ته حیثیت ورکول کیږي. دوی دغه کار کله د یوه ویاند، کله د جنرال، کله د یوه سفیر او کله بیا په بهرنیو چارو وزارت کې د یوه چارواکي چې اکثره یې هویت هم نه وي څرګند، نظرونه رسنیز کوي.
خو دا ځل یې په څرګنده توګه د بهرنیو چارو وزیر په نامه خبرپاڼه نشر کړه چې په کښي د اوربند ستاینه شوې وه او ورسره د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر سر د مذاکرې یادونه شوې وه او په ځانګړي ډول د کابل حکومت تر څنګ د یوه متوازي قوت په حیث د طالبانو یادونه شوې وه او ویل شوي وه چې امریکا اماده ده تر څو د افغان حکومت سره، د طالبانو سره او د افغان ولس سره په ګډه د افغانستان د تلپاتي سولې لپاره کار وکړي.
طبعا دا یوه واضحه اشاره وه چې امریکا نور د طالبانو سره د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر سر خبرو ته اماده ده، ځکه چې د ځواکونو ایستلو موضوع د حکومت له خوا له سره مطرح نه ده، بلکې همدا طالبان او تر څنګ یې افغان ولس دی چې نور د بهرنیانو شتون د افغانستان په زیان بولي او ژر تر ژره یې د ایستلو غوښتنه کوي.
زما په نظر د بهرنیو چارو وزیر په یوه خبرپاڼه کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبره او د طالبانو سره د ګډ کار یادونه داسي اشارې وي چې له مخې يې د امریکایانو په پالیسي کې لوی بدلون ځیني څرګندیږي.
طبعا امریکا د خپل ټول غرور او د نړۍ د یوازیني واکمن په حیث کله هم په صراحت سره نه مني چې دوی په افغانستان کې ماتې خوړلې او نور د یوه مات شوي قوت په توګه د خپل دښمن سره خبرو ته اماده ده، خو دا اشارې دي چې دیپلوماتیکو اړخونو ښه درک کړي او داسي څرګندیږي چې نور امریکا دې پایلي ته رسیدلې چې ځواکونه وباسي خو هغه په اصطلاح د «وړو پزه» غواړي. (نن ټکی اسیا کې د یوه امریکايي لیکوال لیکنه په کتو ارزي)
افغانستان ته د الیس ویلز راتګ او څرګندونې:
په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سوېلې اسیا د څانګې مشره الیس ویلز افغانستان ته سفر وکړ او په لوړه کچه یې لیدني وکړې.
دې په خپلې یوې مطبوعاتي وینا کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې امریکا د ځواکونو د ایستلو پر سر هم د طالبانو سره خبرو ته اماده ده. (رویټرز)
خبري به له کومه پیلیږي؟
که څه هم د افغانستان حکومت په مکرر ډول په کابل کې د خبرو د پیل غوښتنه کړې او یا هم په یوه او بله توګه د افغانستان په داخل کې یوې او دوو سیمو تعیین ته اشارې کوي خو د طالبانو مشر شیخ هبة الله اخوندزاده په څرګندو ټکو په خپل پيغام کې یو ځل بیا د قطر پر سیاسي دفتر اعتماد تازه کړ او ووې ویل چې دغه ادرس د سولې موندنې په هڅو او لټه کې دی. (د شیخ هبة الله اخوندزاده د اختریز پيغام متن)
زما په نظر دا به ډیره مهمه وي چې امریکایان او افغان حکومت ددې پر ځای چې په نورو مشبوهو لوریو پسي هلي ځلي وکړي او یو ځل بیا د پخوا په څیر د هټيوالو او نانوایانو په لاس ونه لوبیږي، د سیاسي دفتر سره دي مستقیم تماس ټینګ کړي او هر څه خبره چي وي، د هغوی له لاري يې مستقل طالبانو ته ورسوي.
ښه به وي چې د خپلې لوري داسي خبرپاڼي او مرکې هم نشر کړي چې ددوی نیتونه نور هم ځیني څرګندیږي چې دوی د سولې په اړه څومره صادق دي، د مثال په ډول د طالبانو په سیمو کې دي د بمباري نه کولو او چاپو نه اچولو یو اړخیز اعلان وکړي، مثلا د یو شمیر هغو بندیانو د خلاصون اعلان دي وکړي چې ددوی په چاپو کې نیول شوي او ځیني نور داسي اقدامات چې طالبانو ته د دوی ښه نیت وښيي.
بلخوا باید د طالبانو اړخ هم د مسؤولیت احساس وکړي او له دغه جوړ شوي فرصت څخه استفاده وکړي.
دا سمه خبره ده چې ولس او نړۍ ته ددوی د صف یووالی او قوت مالوم شو، اوس مهمه داده چې د همدې لاسته راوړنو څخه څرنګه ګټه پورته شي؟
طالبانو په مکرر ډول ټینګار کړی چې د افغانستان اوسنۍ جګړه ګټونکی نه لري او وروستی خبره به یې د خبرو له لاري حل کیږي، مګر د خبرو دغه وخت به کله را رسیږي؟ ایا اوس یې وخت نه دی چې طالبان په لوړه کچه د امریکایانو سره خبرو اترو ته کښيني او لکه څرنګه چي يې پالیسي ده، هغه سي ورسره مذاکرات وکړي.
په اوس وخت کې د افغان حکومت له لوري او امریکا له لوري داسي رسنیزي هڅي کیږي چې له امله یې طالبان د ولس او نړیوالو په مخ کې د سولې پر وړاندي اصل خنډ بلل کیدای شي، ځکه چې هم امریکا او هم د افغانستان حکومت د طالبانو سره خبرو ته اماده دی، خو طالبان دي چې هر نوعه خبرو ته منفي جواب ورکوي او پر جګړې ټینګار کوي.
ځکه نو زما په فکر طالبان باید ژر تر ژره د سولې لپاره خپله طرحه وړاندي کړي، داسي یوه طرحه چې د ټولو اړخونو ابرو په کښي خوندي او بالاخیره د افغانستان د روان څلویښت کلنۍ جګړې او اشغال پای ته ورسیږو.
د یو ازاد او سوله ییز افغانستان په هیله