آریانانیوز: د طالبانو پر ضد د افغانستان د ولسي مقاومت جبهې هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د دغې جبهې مشر احمد مسعود په ایران کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست امیر خان متقي سره لیدلي دي.
د طالبانو پر ضد د افغانستان د ولسي مقاومت جبهې هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د دغې جبهې مشر احمد مسعود په ایران کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست امیر خان متقي سره لیدلي دي.
د افغانستان د مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي پر خپل ټویټر لیکلي چې د احمد مسعود او طالب مشرانو ترمنځ د خبرو کوم پلان نشته.
امیر خان متکي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت په بلنه د سې شنبې په ورځ په سیاسي او اقتصادي مسایلو د خبرو اترو لپاره تهران ته ورسېد.