آریانانیوز: دوحدت ملی حکومت پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو له یو غړو سره د هیواد د یو لوړرتبه حکومتي چارواکي د ملاقات او خبرواترو په هکله خپاره شوي رپورټونه رد کړل.
د طالبانو ویاند ذبیح ا… مجاهد هم د اشرف غني د دفتر له مشر سلام رحیمي سره ددوی سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادرسره د ملاقات په هکله خبرونه دروغ وبلله او ویې ویل چې دا رپورټونه د صلحې په بهیر کښې د تشویش رامینځته کولو په موخه خپاره شوي دي.