د نړۍ په ګوټ ګوټ کې جيدو ديني علمای کرامو د مساجدو، غونډو، کتابونو او رسنيو له لاري دا کلونه کلونه په وعظونو، خطبو، مقالو، ليکنو او نورو دعوتي او تبليغي مناسباتو او اجتماعاتو کې په په قرآني دلايلو جوته کړې ده چې شريره او ويني بهوونکې امريکا د نن عصر طاغوت باله شي او د هغې او د هغې د اسرائيلي او نورو ملګرو د ظلمونو او نيواکګريو په وړاندې جهاد يوه فريضه ده. پر دې بنسټ څنګه چې دغي مکارې امريکې او د هغې صهيونيستي او نورو ملګرو پر اسلامي اورشوګانو ناروا تېري کړي دي، له ډېره مهاله د افغانستان او نړۍ د مسلمانانو او د امريکې په مشري د کفر د مشرانو او پوځيانو، يا په بل عبارت د حق او باطل د پلويانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.
نو هر څوک چې په دې جګړه کې د اسلام او مسلمانانو په پلوي ووژل شي شهيد دی، تل تر تله جنتونه به يې په برخه وي او پاته کسان او تاريخ به فخر په کوي او په ښونومونو به يې يادوي. او هر څوک چې د امريکايي طاغوت په پلوي ووژل شي د کفر د ملاتړ په لار کې به وژل شوی وی، آخرت به يې خراب وي، پاته کسان به يې په نوم يادولو شرمېږي او تاريخونه به يې راتلونکو ته په بدو الفاظو ستايي.
موږ به لومړی طاغوت څه تشريح کړو او بيا به يې په اړه په قرآن کريم کې راغلي اته ګونې آيتونه د هغو د ژباړو سره وړاندې کړو په دې هيله چې کوم کسان چې د امریکايي طاغوت سره تراوسه ملاتړي دي د هغو له ملاتړه لاس واخلي او د خپلو ګناهونو بار نور دروند نه کړي:
د” طاغوت“ لفظي معنا ده” ډېر سرکښه، له حده تېری کوونکی سرکښه “ خو دغه لفظ شيطان، باطلو معبودانو او د کفر او بېلارۍ غټانو، لويو ظالمانو او ټولو هغو شريروکسانو ته چي خلک ګمراهۍ ته بولي او له لوى څښتن سبحانه پرته يې عبادت کيږي او بل هر باطل ته هم استعماليږي.
طاغوت لکه څنګه چې قرآن کريم تصوير کړی دی په نړۍ کې د ټولو ناخوالو مورينه باله شي. په بل هيڅ لامل د خلکو دنيا او آخرت دومره نه دي خراب شوي، لکه د طاغوت له لاسه چې خراب شوي دي. ځکه نو قرآن کريم په ډېر ټينګار سره له هغه څخه د ځان ساتلو او له ملګرتيا څخه يې د ډډي کولو لارښوونه کړې ده. او پر مومنانو يې لازمه کړې ده چې دغه شومه پديده د خلکو له لاري ايسته کړي، څو د هغو چاري سمې شي او په دنيا او آخرت کې نيکمرغه اوسي.
طاغوت او طاغوتيان د لوی څښتن او د هغه د بې ګناه بنده ګانو په وړاندې په تېريو او تجاوز کې له حده تېری کوی، خپل ځانونه تر ټولو لوړ ګڼي، بې وزلي ولسونه ټيټ او د خپلو ځانونو غلامان ګني او پر دې سربېره خلک هغو کارونو ته وربولي او هڅوي چې د لوی څښتن نه وي خوښ، خپل قانون او غوښتني پر نورو پلي کوي، خو د خدای قانون او شريعت نه مني او تر پښو يې لاندې کوي. د نورو هيوادونو په کورنيو چارو کې مداخلې کوي، اشغالوي يې، ورانوي يې، کانونه او نورې مادي شتمنۍ يې لوټوي، خلک وژني، بندي کوي او کړوی يې، د شر، فساد او جګړو اورونه بلوي او فحشا او بد اخلاقۍ، بې دينۍ او ډول ډول بې ادبۍ پکښې خپروي او ان خلک له خپله دينه اړوي او د دين، عنعناتو، فرهنګ او حيثيت او شخصيت سپکاوی يې کوي .
دلته د طاغوت په اړه د قرآن کريم اته ګونې آيتونه يو يو له ژباړو سره را اخلو، هيله ده ښه غور پر وکړئ او د هغو د احکامو سره سم خپل ژوند او عمل برابر او سمبال کړئ:
لومړی آيت:
لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ قَدْ تَبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِنْ بِاللَّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى لَا انْفِصَامَ لَهَا وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ (256) [البقره:۲۵۶]
ژباړه: (د اسلام) د دين په (منلو) کي پر هيچا څه زور او جبر نسته (ځکه دا حق او روښانه دين دی، نو د دې دين د بشپړتيا او د هغه د آياتو او احکامو د څرګندتيا لپاره دې ته اړتيا نسته چي هغه کسان چي جزيه مني د دې دين منلو ته اړ ايستل سي) ځکه چي (دا دين بشپړ او دلايل او احکام يې واضح او څرګند دي، په هغو سره حق له باطلو څخه او) سمه لار له بې لارۍ څخه بېله سوې (او څرګنده سوې) ده. نو تر دې وروسته چي څوک له طاغوت څخه (له حده تېری کوونکو سرکښانو، بتانو، شيطانانو، کاهنانو، ظالمانو او ټولو هغو شريروکسانو چي خلک ګمراهۍ ته بولي او له لوى څښتن پرته يې عبادت کيږي) منکر سي(ويې نه مني او سر ځني وغړوي او له متابعت، افکارو ، وسوسو او ټونګونو څخه يې ځانونه وساتي، پرې يې ږدي او له ځانونو يې ليري کړي او پام ورسره کوي چي ويې نه غولوي او د الله له لاري يې وانه ړوي) او پر الله ايمان راوړي، نو په يقين سره يې (هغه) ډېر ټينګ لاسوندی(دستګيره) ياکړۍ(حلقه) نيولې ده (چي هغه کسان يې نيسي او منګولي په ښخوي چي د ژغورني هيله لري او د دغي کړۍ د شلېدو وېره نه لري، معنا داچي پر غوره او سمه لار ثابت او مستقيم روان سو او د دين په داسي ډېر پياوړي لاسوند، يعني﴿لَا إِلَه إِلَّا الله مُحَمَّد رَسُول الله﴾ يې تمسک وکړ چي هيڅ نه غوڅيږي) او الله (د خپلو بنده ګانو د خبرو) ډېر ښه اورېدونکى او (د هغو د نيتونو او افعالو)په هر څه ډېر ښه پوه دى.(او ژر به پر دې باندي بدله ورکړي).
دويم آيت:
اللَّهُ وَلِيُّ الَّذِينَ آمَنُوا يُخْرِجُهُمْ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَوْلِيَاؤُهُمُ الطَّاغُوتُ يُخْرِجُونَهُمْ مِنَ النُّورِ إِلَى الظُّلُمَاتِ أُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (257)[البقره: ۲۵۷]
ژباړه: الله (په خپل نصرت او توفيق او ساتنه سره) د مومنانو ملګرى (او دوست) دى، هغوى(د کفر، بې لارۍاو شکونو) له تيارو څخه (د ايمان) رڼا ته را باسي او کوم خلک چي د کفر لار غوره کوي د هغو دوستان (شر او ورکلارۍ ته بلونکي اوجني يا انسي) شيطانان دي چي هغوى (يې د الله پرته د نورو بتانو او معبودانو عبادت ته وربولي او د ايمان) له رڼا څخه يې (د کفر) تيارو ته ور باسي. دا ټول د دوږخ اوسېدونکي دي، تل به په هغه کي وي.(او نه به ځني ايستل کيږي).
درېم آيت:
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ أُوتُوا نَصِيبًا مِنَ الْكِتَابِ يُؤْمِنُونَ بِالْجِبْتِ وَالطَّاغُوتِ وَيَقُولُونَ لِلَّذِينَ كَفَرُوا هَؤُلَاءِ أَهْدَى مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا سَبِيلًا (51)[النساء:۵۱]
ژباړه: (اى پيغمبره!) آيا تا دغه خلک (يهود) نه دي ليدلي( او کړنو ته يې نه يې اريان) چي د (آسماني) کتاب (يعني د تورات) په علم کي يوه برخه ورکړه سوې ده ، چي پر هغو چي له الله پرته يې عبادت کېږي (ډول ډول، بتانو) او طاغوت (له حده تېری کوونکو سرکښانو[انسي او جني شيطانانو او کاهنانو]) ايمان راوړي او رښتيني يې بولي او د کافرانو په هکله (کوم چي په لوى څښتن او د هغه د پيغمبر په اړه يې کفر غوره کړى دى) وايي چي دوى د مومنانو په پرتله زيات پر سمه لار روان دي؟
څلورم آيت:
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَنْ يَتَحَاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوا أَنْ يَكْفُرُوا بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُضِلَّهُمْ ضَلَالًا بَعِيدًا (60)[النساء:۶۰]
ژباړه: (اى پيغمبره!) آيا ته د هغو وګړو(د يهودو د منافقانو) په کړنه (اوتناقض) نه پوهېږې(او ورته اريان نه يې) چي (سره د دې چي) دا ګومان کوي(په درواغو دعوه کوي او وايي) چي پر هغه څه (پر هغه کلام) يې هم ايمان راوړى دى چي پر تا نازل سوى دى(چي هغه قرآن دى) او پر هغو يې هم ايمان راوړى دى چي تر تا دمخه (پر پيغمبرانو) نازل سوي وه،(خو بيا هم) د دوى حال دادى چي غواړي خپلي دعوې (اومنازعات) د پرېکړي لپاره طاغوت (د کفر او ورک لارۍ غټانو) ته وړاندي کړي(د الله له شريعت پرته يې هغو قوانينو ته راجع کړي چي انسانانو وضع کړي دي)؟ (٤٢). په داسي حال کي چي دوى ته دا حکم ورکړه سوى وو چي(پر لوى څښتن ايمان ولري او) له طاغوت څخه انکار (او سرغړونه) وکړي . خو شيطان غواړي چي دوى (د حق له لاري څخه) په ډېره ليري(ډېره ناوړه) ورکلاري سره ورکلاري کړي. (د دوى او د حق ترمنځ واټن رامنځ ته کړي، څو سمه لار هيڅ پیدا نه کړي).
(دا آيت کريمه پر دې دليل دى چي رشتينى ايمان په ټولو چارو کي د لوى څښتن شريعت ته د غاړي ايښوولو او په هغه باندي د حکم کولو غوښتنه کوي. نو څوک چي ګومان کوي چي مسلمان دى، خو د لوى څښتن د حکم پر ځاى د طاغوت او د غير شرعي قوانينو حکم غوره کوي، په دې ادعا کي درواغجن دى).
پنځم آيت:
الَّذِينَ آمَنُوا يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالَّذِينَ كَفَرُوا يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ الطَّاغُوتِ فَقَاتِلُوا أَوْلِيَاءَ الشَّيْطَانِ إِنَّ كَيْدَ الشَّيْطَانِ كَانَ ضَعِيفًا (76)[النساء:۷۶]
ژباړه: کومو خلکو چي ايمان راوړى دى(په خپل ايمان کي د اعتقاد او عمل له مخي رشتيني دى)، هغوى د الله (د حق او د حق د خاوندانو د نصرت) په لار کي جنګيږي او کومو خلکو چي کفر غوره کړى دى، هغوى د طاغوت (په ځمکه کي له حده د تېری کوونکو سرکښانو د تېري او فساد، شيطانانو، ظالمانو او ټولو هغو شريروکسانو چي خلک ګمراهۍ ته بولي) په لار کي جګړه کوي. ځکه نو (اى مسلمانانو!) تاسي (دکفارو او مشرکينو دغو) د شيطان د دوستانو (ملګرو او پيروانو) سره وجنګېږئ.(په ياد ولرئ چي) د شيطان چلونه (اوسازشونه) په حقيقت کي ډېرکمزوري دي.
شپږم آيت:
قُلْ هَلْ أُنَبِّئُكُمْ بِشَرٍّ مِنْ ذَلِكَ مَثُوبَةً عِنْدَ اللَّهِ مَنْ لَعَنَهُ اللَّهُ وَغَضِبَ عَلَيْهِ وَجَعَلَ مِنْهُمُ الْقِرَدَةَ وَالْخَنَازِيرَ وَعَبَدَ الطَّاغُوتَ أُولَئِكَ شَرٌّ مَكَانًا وَأَضَلُّ عَنْ سَوَاءِ السَّبِيلِ (60)[المائده:۶۰]
ژباړه: (اى نبي! مومنانو ته) ووايه چي: ” آيا زه تاسي د هغو کسانو له حاله خبر کړم چي د خداى په وړاندي تر دې لا بده جزا لري؟ ( د قيامت په ورځ د دغو فاسقو يهودو ترجزا اشده جزا او سخته بدله لري؟). دغه کسان د دوى مخکني اسلاف دي چي خداى لعنت پر کړى دى(له خپلي لوريني يې ليري کړي دي) او غضب يې باندي نازل کړى دى او له هغو څخه يې(د هغو د ګنهونو، درواغو او تکبر له امله، د هغو په مسخ کولو سره) ځيني بيزوګاني او ځيني يې سرکوزي جوړ کړل او ځيني يې طاغوت(له حده تېری کوونکو سرکښانو ، بتانو، شيطانانو، کاهنانو ، ظالمانو او شريروکسانو چي خلک ګمراهۍ ته بولي) پالونکي وګرځول. ځکه نو د دغو کسانو ځاى(او مقام په آخرت کي، تر نورو) ډېر بد دى او (په دنيا کي يې کوښښونه) له سمي لاري څخه ډېر زيات بې لاري سول“.
اوم آيت:
وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَسُولًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ فَمِنْهُمْ مَنْ هَدَى اللَّهُ وَمِنْهُمْ مَنْ حَقَّتْ عَلَيْهِ الضَّلَالَةُ فَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ (36)[النحل:۳۶]
ژباړه: او موږ په هر پخواني امت کي يو پيغمبر د دې لپاره پاڅولی وو چي خپل امت ته امر وکړي چي يوازي د الله عبادت وکړئ او د الله په نافرماني کي له طاغوت (له حده تېری کوونکو سرکښانو، بتانو، شيطانانو، کاهنانو، پیسو، ظالمانو او ټولو هغو شريروکسانو چي خلک ګمراهۍ ته بولي او نورو هغو چي له الله پرته يې خپل کالخوايان ګڼئ) له عبادت (او متابعت، افکارو ، وسوسو او ټونګونو) څخه ځانونه وساتئ (پرې يې ږدئ او له ځانونو يې ليري کړئ او پام ورسره کوئ چي ومو نه غولوي او د الله له لاري مو وانه ړوي)، نو بیا له هغو څخه ځيني هغه کسان وه چي الله لارښوونه ورته وکړه (الله د ايمان راوړلو توفيق ورکړ او هغه څه يې ومنل چي پيغمبر يې وروړي وه) او ځيني هغه وه چي بې لاري پر برلاسې سوه (کفر يې غوره کړ او د خپل پيغمبر خبري يې ونه منلې). نو تاسي يو څه په ځمکه کي(شاوخوا) وګرځئ، څو په خپلو سترګو ووينئ چي د پیغمبرانو د درواغجن ګڼونکو برخلیک(ورورسته تر دې چي عذاب او هلاکت پر راغی) څنګه سو؟
اتم آيت:
وَالَّذِينَ اجْتَنَبُوا الطَّاغُوتَ أَنْ يَعْبُدُوهَا وَأَنَابُوا إِلَى اللَّهِ لَهُمُ الْبُشْرَى فَبَشِّرْ عِبَادِ (17)[الزمر: ۱۷]
ژباړه: او کوم کسان چي د الله په نافرماني کي له طاغوت (له حده تېری کوونکو سرکښانو ، بتانو، شيطانانو، کاهنانو ، ظالمانو او ټولو هغو شريروکسانو چي خلک ګمراهۍ ته بولي او نورو هغو چي له الله پرته يې خپل کالخوايان ګڼي) له عبادت (او متابعت، افکارو ، وسوسو او ټونګونو) څخه ځانونه وساتي(پرې يې ږدي او له ځانونو يې ليري کړي او پام ورسره کوي چي ويې نه غولوي او د الله له لاری يې وانه ړوي)او الله ته په توبه کښلو سره وروګرځي هغو ته (د مړيني پرمهال او په قبر کي او د قيامت په ورځ د جنت) زېری دی، نو (ای پیغمبره!) زما دغو بنده ګانو ته زېری ورکړه.
په پای کې هغو ته چې تېروتي دي او د اشغالګرو طاغوتيانو او باطل پلوو امريکايانو په پلوي د خپل سپېڅلي دين، ښکلي او جنت نشان هيواد، خپلو مظلومو او ځپلو او کړېدلو خلکو پر ضد په وسله او نورو وسايلو جنګېږي د يوه بې غرضه، سپین ږيري، مسلمان او افغان په صفت نصيحت کوم چې هر څه ژر ؛ په همدې د روژې په مبارکه مياشت کې د پردو له هر ډول ملاتړه لاس واخلي وماعلينا الا البلاغ.
وبدخواهو ته څوک نيک نصيحت نه کړي
رحمان ستا په غم شريک دی که باور کړې
په دې هيله چې هيواد مو خپلواک شي، د خلکو د خوښي سره سم يو متمدن اسلامي حکومت پکښې رامنځ ته شي او هرڅوک د خپلي وړتيا سره سم د پردو پر ځای خپل هيواد ته، د جګړې او ويني تويېدو پر ځای رغوونکی کار وکړي او خولې توی کړي او د تعصبونو او بې اتفاقيو پر ځای په اسلامي ورور ولۍ يو بل ته د ميني او محبت غېږي پرانيزي. پای