د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیر خان متکي، ویلي چې له سیاسي او وسله والو مخالفانو سره د مذاکراتو اړتیا نشته، او ادعا کوي چې د افغانستان مسایل په مؤثره توګه حل شوي.
امیر خان متکي په یوه بیان کې وویل چې کابل په اوسني شرایطو کې د سیاسي او وسله والو مخالفینو سره د مذاکراتو ضرورت نه ویني. دی په فعلي حالاتو کې د نوي سیاسي بهیر پیل کول غیر ضروري ګڼي.
متکي په بی بی سی سره په یوه مرکه کې د افغانستان دننه د وسله والو مخالفینو شتون ادعاوې رد کړې. هغه د ځینو مخالفینو لخوا وروستۍ حملې یوه