برخه -څانګه : accidents, afghanistan, news, politics, security, social
د خپرولو وخت : شنبه, ۱۵ جدی , ۱۴۰۳ لنډ لینک :
پاکستان د دفاع وزیر وویل چې د پاکستان د ناامنیو ریښه د افغانستان کې ده، چې د طالبانو تر ادارې لاندې مستقیم تړاو لري.
د پاکستان د دفاع وزیر وايي، په پاکستان کې امنیتي پېښې د افغانستان له خاورې رامنځته کېږي. په پاکستان کې د ناامنیو له زیاتېدو وروسته د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه اصف ادعا کړې چې د پاکستان اوسنی وضعیت د طالبانو تر ادارې لاندې له افغانستان سره مستقیم تړاو لري. د پاکستان د دفاع وزیر ټینګار کړی دی چې په پاکستان کښې امنیتی پیښې د افغانستان له خاورې رامینځته کیږی او په دغه موضوع کښې د طالبانو انکار د منلو وړ نه دی.