طالبان ویان وکړي چې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ملاتړ کوو، چې د رسنیو ستونزو د حل لپاره پر ژمنتیا ټینګار وکړ.
د طالبانو ویاند ویلي چې موږ د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ملاتړ کوو. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د رسنیو له مسوولینو سره په کتنه کې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او د رسنیو د ستونزو د حل لپاره د دغې ډلې پر ژمنتیا ټینګار وکړ. په دې غونډه کې د رسنیو مسوولینو هم ژمنه وکړه چې د حقایقو په خپرولو سره به د نظام لاسته راوړنې نړۍ ته معرفي کړي او د منفي تبلیغاتو مخه به ونیسي.