برخه -څانګه : afghanistan, news, politics, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲ قوس , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

طالبان: بندیزونه د افغانانو حقوق ضایع کوي

طالبان ویان وکړي چې د بندیزونو غځول د بشري حقونو د ساتنې خلاف دی، او د ملګرو ملتو سره د مثبتو خبرو اترو غوښتونکي دي.


د طالبانو د ویاند مرستیال ویلي چې پر افغانستان د بندیزونو غځول د بشري حقونو د ساتنې د ادعا خلاف کار دی. د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت پر طالبانو د بندیزونو د څارنې ډلې د ماموریت د غځولو په غبرګون کې د دغو بندیزونو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه. هغه په ​​دې باندې په تاکید سره چې د بندیزونو دوام د افغانانو حقونه تر پښو لاندې کوي، زیاته کړه: د دغو بندیزونو دوام د بشر د حقوقو د ساتنې د ادعا خلاف عمل دی او طالبان له ملګرو ملتو او نورو سازمانونو سره د مثبتو خبرو اترو غوښتونکي دي.

شریک یي کړئ!

نوی خبرونه