آریانانیوز: د نړۍ د نفوسو سروې د وروستي راپور له مخې د نړۍ ترټولو خوشحاله هیوادونو په اړه افغانستان په پرله پسې توګه د دوهم کال لپاره د نوملړ په پای کې ځای واخیست او د نړۍ ترټولو غمجن هیواد شو.
دغه راپور چې د نړۍ د نفوسو د سروې په ویب پاڼه کې خپور شوی، په ۲۰۲۱ کال کې تر ټولو خوشاله او غمجن هېوادونه ښيي.
په دې سروې کې ۱۴۶ هېوادونه شامل دي، چې افغانستان د لېست په پای کې دی.
افغانستان تېر کال د زیاتو نمرو په لرلو سره وروستی ځای کې و، خو سږ کال یې د تېر کال په پرتله نمرې کمې شوې دي.