آریانانیوز: د بامیان ولایت پولیسو ویاند وویل: تیره ورځ د 12بجو په شاوخوا یو ۱۹ کلن ځوان د خپلو دوو ملګرو له لوری اتاق دننه د زرګرانو په سیمه کې په قتل رسیدلی دی.
بامیان ولایت پولیسو ویاند زیاته کړه چی هغه ځوان دوه ملګری ددی وروسته چی هغه د چاقو په ضرباتو په قتل رسولی وو د تیښتی په وخت کې د پولیسو له لوری ونیول شو.
هغه زیاته کړه، ددی قتل انګیزه تراوسه نه دی مشخص شوی او پولیس څیړنې په دی اړه جریان لری.