برخه -څانګه : accidents, afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۰ اردیبهشت , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

کیپ: اقلیمي بدلون افغانستان ګواښي

د کیپ دفتر وویل، د اقلیم بدلون د افغانستان لپاره دوه چنده ګواښ دی.


د کیپ دفتر وايي چې افغانستان به د جګړې د ناوړه دایرې راګیر شي او د اقلیم بدلون به د څوچنده ګواښ په توګه عمل وکړي.

د اسیا ډیپلومات مجلې د کیپ دفتر له قوله لیکلي چې د افغانستان انزوا او په نړیواله کچه د طالبانو بې کفایتي په سیمه او بهر کې د دغه هېواد د اقلیم بحران د خپرېدو په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

د دې سازمان په وینا، په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیرته راستنیدو یو له منفي اغیزو څخه د اقلیم د بدلون په نړیوالو غونډو کې د دې هیواد پاتې راتلل دي، په شمول د شنو اقلیم وجهي صندوق (GCF) غونډو.

د دغه راپور پر بنسټ، افغانستان یوازې د خپلې اړتیا ۴۰ سلنه برېښنا پوره کولای شي او دغه ناکافي تولید د هېواد په روغتیايي مرکزونو کې یوازې د شپږو ساعتونو برېښنا د شتون لامل شوی دی.

بايد يادونه وشي چې افغانستان د سياسي او اقتصادي بحران تر څنګ د اقليمي بدلون له بحران سره هم مخ دی.

د ځمکې لاندې اوبو کمښت، ویجاړونکي سیلابونه، د تودوخې زیاتوالی، د اورښت کموالی، بې وخته بارانونه او د هوا د رطوبت بدلون په افغانستان کې د اقلیم د بدلون ځینې نښې دي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي