آریانانیوز: د دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې دفاعي او امنیتي ځواکونه ، د کندهار په پنجوايي ، ژیري او میوند ولسوالیو کې د هوایي ځواکونو په ملاتړ ، په هدفي بریدونو سره طالبان په نښه کړي...
د بیان په وینا په دې بریدونو کې ۴۷ طالب جنګیالي وژل شوي او 10 نور ټپیان شوي دي.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې په دې بریدونو کې د طالبانو ځینې وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.