برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۷ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په ټول هېواد کې د کوچني اختر لمونځ

آریانانیوز: درسنیوپه راپورد پلازمینې کابل په ګډون د ټول هېواد په ولایاتو، ولسوالیو، علاقه داریو او کلیو کې د نیکمرغه کوچني اختر لمونځ په خیر او خیریت سره اداء شو
د کابل ښار په وزیر اکبرخان جامع جومات او د ارګ په جومات کې د ډاکټر غني، ډاکټر عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د حزب وحدت ګون مشر حاجي محمد محقق، پخواني طالب چارواکي آغاجان معتصم، د مالیې سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال، جمعه خان همدرد، د حج او اوقافو وزیر عبدالحکیم منیب، د ملي امنیت شورا مشر ډاکټر حمدالله محب، د ملي امنیت پخواني رئیس معصوم ستانکزي په ګډون ګڼو پخوانیو او اوسنیو دولتي چارواکو او سیاسي مشرانو د کوچني اختر لمونځ اداء کړ
د ارګ په جومات کې د لمانځه پرمهال یوه خبره چې د خلکو توجه یې ځانته اړولې وه، هغه د ډاکټر غني د مرستیالانو امر الله صالح او سرور دانش نه شتون وو، چې ویل کیږي چې د ځینو اختلافاتو له امله یې ډاکټر غني سره په یوځای لمونځ کولو نه ډډه کړې وه
له کابل نه لرې د هېواد په سویل کې د کندهار ولایت په عیدګاه، عینو مینې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم جامع جومات په ګډون ددې ولایت په ولسوالیو او ټولې سویلې حوزې کې هم د کوچني اختر لمانځه مراسم اداء شول
همدغه راز د هېواد په لویدیځ ولایت د هرات په سترې عیدګاه کې د مولوي مجیب الرحمن انصاري په امامت او د هېواد په شمال زون، ختیځ او شمال ختیځو ولایاتو کې هم د کوچني اختر لمنځونه د آرامۍ په فضاء کې ترسره شول
د ولایاتو ترڅنګ د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د طالبانو تر واک لاندې ساحو کې هم خلکو په د امن او ډاډ په فضاء کې د نیکمرغه کوچني اختر لمنځونه او مراسم اداء کړي دي
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د کوچني اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړ، ترڅو خلک په ډاډه توګه اختریزې خوښۍ ولمانځي، د طالبانو په تعقیب حکومت هم درې ورځنی اوربند اعلان کړی دی.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي