برخه -څانګه : accidents, afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : سه‌شنبه, 2 ژوئن , 2020 لنډ لینک :

په هیوادکې په کرونا وایرس داخته شویوکسانو شمېر ۱۶۵۰۹ تنو ته رسیدل

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس د ۷۵۹ نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ.
یادو وزارت د معلوماتو په اساس په تیره یوه شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۱۳۲۲ مشکوکو سملونو معاینات شوي چې ۷۵۹ یې مثبت او پاتې منفي ثابت شوي دي
روغتیا وزارت ویلي چې په دې سره په هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۶۵۰۹ ته لوړ شو
له یادو پېښو څخه ۲۶۶ په کابل،۱۱۲ په هرات، ۳۹ بلخ،۶۶ پکتیا،۳۴ ننګرهار، ۱۷ تخار،۲۷ بغلان،۲۱ بامیان،۱۸ غزني،۴پروان.۲سمنګان،۷ کاپیسا،۱۸فاریاب،۲۵ خوست او ۳ هم په بدخشان ولایت کې ثبت شوي دي
ته تیره یوه شپه او ورځ کې په بلخ او سمنګان ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله پنځه تنه مړه شوي چې د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۷۰ تنو ته لوړ شو
همدارنګه ۲۲ تنه نور بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۱۴۵۰ تنو ته ورسېد
د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو
په امریکا کې د جانس هاپکینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د سې شنبې تر غرمې جون دوهمه (غبرګولې۱۳) پورې ۳۷۵۶۸۳ کسان مړه کړي او څه باندې شپږ میلیونه نور پرې اخته شوي دي.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است

نوی خبرونه