برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۵ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په فراه کی د سرحدي عسکرو يو کنډک د طالبانو پر لاس سقوط شوی

آریانانیوز: د فراه ولايت چارواکي وايي، چې د سرحدي عسکرو يو کنډک د طالبانو پر لاس سقوط شوی، شل عسکر وژل شوي او پنځه يې د طالبانو لاسته ژوندي ورغلي.


د فراه د ولايتي شورا غړی دادالله قانع وايي، چې د پشت کوه ولسوالۍ خلکو ورته ويلي، چې طالبانو د سرحدي عسکرو يو کنډک نيولی، شل عسکر يې وژلي او يو شمېر نور يې ژوندي نيولي دي.
د قانع په وينا تېره شپه پشت کوه ولسوالۍ کې د طالبانو او عسکرو ترمنځ خونړۍ نښته شوې ده.
طالبانو د دغې قرارګاه د نيولو مسؤوليت منلی دی.
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته ويلي، چې د وسله وال برید په نتيجه کې يې لسګونه عسکر وژلي، پنځه يې ژوندي نيولي او د يو شمېر پوځي موټرو سربېره يې ۷۸ ميله وسله هم نيولې ده.
فراه د هېواد په لويديځ کې هغه ولايت دی، چې ډېری سيمې يې د طالبانو په واک کې دي څو مياشتې وړاندې طالبانو د فراه ښار نيولی و، لسګونو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه او د ميليونونو ډالرو وسلې او مهمات يې له ځان سره وړي وو.
د فراه ولايتي شورا غړي او امنيتي سرچينې وايي، چې دغه ولايت لا هم د سقوط له ګواښ سره مخ دی.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي