برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۴ دی , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

په افغانستان کې د نجونو تعلیم؛ د طالبانو د افراطي سیاستونو قرباني

مدارس دخترانه

طالبانو د خپلو خالي وعدو سره پوهنتونونه او ښوونځي د افغان نجونو لپاره تړلي ساتلي دي. دا سیاست نه یوازې د ځوان نسل هیلي له منځه وړي، بلکې د جهادي مکتبونو او افراطي زده‌کړو په زیاتیدو سره د افغانستان لپاره یوه تیاره او ناپیژندل شوې راتلونکې جوړه کړې ده...


د دې سره سره چې د طالبانو چارواکو افغان ولس ته وعده ورکړې وه چې پوهنتونونه به د نجونو لپاره خلاص کړي، خو دا وعده تر اوسه نه ده عملي شوې. خلکو تمه لرله چې طالبان به ژر تر ژره د افغان نجونو او ښځو د تعلیم ستونزې حل کړي او د مکاتبو او پوهنتونونو دروازې به ورته پرانیزي.

خو تر اوسه درې کاله تېر شوي او په دې برخه کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی. برعکس، په هېواد کې د جهادي مکتبونو زیاتوالی راغلی چې د سختو او منجمدو افکارو ملاتړ کوي. دغه مکتبونه افراطي او تکفیري درسونه تدریس کوي او نجونې او ځوانان له اصلي تعلیم څخه لرې کوي.

د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل د افغان ولس، په ځانګړې توګه د راتلونکو نسلونو هیلې له منځه وړي دي. دا سیاست د مغزونو فرار زیات کړی او د افغانستان یوه تیاره راتلونکې یې انځور کړې ده؛ یوه داسې راتلونکې چې په کې غربت، بېسوادي، او د جګړې دوام د طالبانو د بقا لپاره څرګند رول لوبوي او خلک په بشپړ تیاره او بې‌سوادۍ کې ساتي.

شریک یي کړئ!