برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۶ اردیبهشت , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

پر اسراییلو د ایران له بریدونو د طالبانو ملاتړ

هرات کې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویلي چې موږ پر اسرائیلو د ایران د بریا لپاره دعا کوو.


د صهیونیسټي رژیم په وړاندې د ایران د سزایي بریدونو له پیلیدو وروسته، په هرات کې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې موږ پر اسرائیلو د ایران د بریا لپاره دعا کوو.

هرات کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال رحمت الله فیضان په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: موږ پر اسرائیلو د ایران د بریا دعا کوو ځکه چې هیڅوک به د یهودانو له شره په امان نه وي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په قطر کې د افغانستان د سفارت مشر محمد نعیم وردګ په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلو د برید په اړه د ایران له غبرګون څخه دفاع او ملاتړ وکړ.

همدارنګه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال حنفي وردګ هم په یوه ټویټ کې لیکلي: د ایران اسلامي جمهوریت حق لري چې د اسرائیلو د وروستي یرغل په وړاندې له ځانه دفاع وکړي.

یوه اونۍ وړاندې د کوچني اختر په مناسبت په یوه پیغام کې د طالبانو مشر ملا هیبت الله په رسمي ډول د فلسطین مسئله د ټولو اسلام او مسلمانانو مسله بللې وه او پر غزې یې د اسراییلو یرغل او اشغال په کلکه غندلی و.

په دغه پیغام کې د طالبانو مشر له مسلمانانو او اسلامي هېوادونو غوښتي چې د فلسطین له مسلمانو خلکو سره د امکان تر حده مرسته وکړي.
هغه د هغو نړیوالو سازمانونو په عملي ملاتړ ټینګار وکړ چې د بشري حقونو د دفاع ادعا کوي او د غزې د خلکو د ظلمونو د پای ته رسولو غوښتنه یې وکړه.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي