آریانانیوز: په افغانستان کې د کاناډا پخوانی سفیر کریس الیګزانډر په افغانستان کې د وروستیو ناامنیو او بې ثباتۍ پړه په پاکستان واچوله.
په افغانستان کې د کاناډا پخواني سفیر د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته په ټویټر کې لیکلي: دا سړی یو بشپړ چلباز ، یو بې شرمه دروغجن او بې کفایته فریبګر دی چې د لسیزو راهیسې یې د خورا بې فکره خلکو په مینځ کې د طالبانو ایډیالوژي پیاوړې کړې.
هغه زیاته کړه چې هغه د سخت بندیزونو مستحق دی او یوه ورځ باید په هاګ کې محاکمه شي.