برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳۰ مهر , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

پاکستان له افغانستان سره د خپلو اړیکو ملاتړ کوي

په ملګرو ملتو کښې د پاکستان استازی وویل: اسلام آباد تل له افغانستان سره د تعامل ملاتړ کړی او د خبرو اترو له لارې د حالاتو د بدلولو کوشش کوی.


په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې منير اکرم وايي، له کابل سره له هر ډول اختلافاتو سره سره، اسلام اباد له طالبانو سره د خپلو اړیکو ساتلو ته ژمن دی.

منير د دې په څرګندولو سره چې د افغانستان د واکمنې ادارې د غلطیو سزا د دغه هېواد ولس ته نبايد ورکړی شی، زياته کړه چې پاکستان تل له افغانستان سره د تعامل ملاتړ کړى او اوس د خبرو او سياست له لارې د حالاتو د بدلولو په لټه کې دى.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي دا هم ویلي، چې د افغانستان د کورنیو او بهرنیو ستونزو حل ګډې ستراتیژۍ او ګډو هڅو ته اړتیا لري.

منير اکرم ادعا کړې، چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان د سرپرست حکومت په ملاتړ په چټکۍ سره خپل نفوذ پراخوي.

شریک یي کړئ!