برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۶ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

مېرمنې په هېواد کې د روانې جګړې لويه قرباني ورکوي

آریانانیوز: د ولسمشر سلاکاره او د سولې عالي شورا غړې ملالۍ شينوارې وايي، مېرمنې د هېواد د روانې جګړې لويه قرباني ورکوي او د سولې په راتګ کې د مېرمنو رول مهم دى.


نوموړې دا څرګندونې د تلې په ۱۵مه لغمان ولايت کې د سولې لپاره د ښځو ملي اجماع په نوم جوړه شوې غونډه کې د وينا پرمهال وکړې.
د لغمان والي، د سولې عالي شورا څو تنه غړي، د هېواد د لومړۍ مېرمنې د دفتر استازي او د لغمان ولايت سلګونه مېرمنې د دغې غونډې ګډونوال وو، چې تر ډېره په کې د ښځو پر رول خبرې وشوې.
د ولسمشر سلاکارې او د سولې عالي شورا غړې ملالۍ شینوارې د سولې په راتګ کې د مېرمنو رول مهم ياد کړ، ځکه په خبره يې د هېواد يو لوی قشر دی او ټولنه ورته اړتيا لري.
هغې زياته کړه، په هېواد کې روانه جګړه کې تر ډېره مېرمنو قرباني ورکړې او لا هم له دغه ناورینه ځوریږي.
د هېواد د لومړۍ مېرمنې سلاکارې پلوشې احمدزۍ وویل، دوی له دې وړاندې په ۱۱ ولایتونو کې د سولې لپاره د ښځو ملي اجماع تر عنوان لاندې ناستې کړي او دې پایلې ته رسېدلي، چې دغه ډول ناستې به د سولې لپاره رغنده پایله ولري.
د نوموړې په باور، د سولې راتګ د مېرمنو له ګډون پرته ځکه نه شي کېدلی، چې دوی هم قرباني دي او هم د هرې کورنۍ مهمه برخه مېرمنې جوړوي.
د لغمان والي محمد اصف ننګ وویل، هېواد کې روانه جګړه په افغانانو تپل شوې او افغان ملي امنیتي ځواکونه مکلف دي، ترڅو له خپلو نوامیسو او مقدساتو ساتنه وکړي.
والي زياته کړه، تر هغې چې د جګړې په عواملو خبرې ونه شي او د روانې تپل شوې جګړې چینه وچه نه شي، نو ستونزمنه به وي چې موږه او تاسې دې سولې ته ورسیږو.
نوموړي د هېواد د لومړۍ مېرمنې د دفتر او د سولې عالي شورا له لوري په زونونو کې د دغه ډول غونډو جوړېدل مهم وبلل او یادونه یې وکړه چې د روانو ناستو په لړ کې به د ښځو له ادرسه د سولې رښتینی غږ را پورته شي.
ننګ د سولې عالي شورا غړو ته په خطاب کې یادونه وکړه، چې دغه شورا دې په یوه تحقیقاتي مرکز بدله شي، د سولې شورا په غړیتوب کې دې رضاکارانه غړي زیات شي او د متقابل طرف ماهیت دې واضح شي.
د غونډې په پای کې د اجنډا مطابق د سولې په ارزښت او له جګړې کرکې تر عنوان لاندې چمتو شوې ویډیو هم ګډونولو ته وړاندې شوه او د یوه پنل په شکل څو لغمان مېشتو مېرمنو د سولې په روانه پروسه کې د ښځو د ونډې په اړه بحثونه وکړل او د تالار د ګډونوالو پوښتنې یې ځواب کړې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي