برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۲ عقرب , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

میدویدوف: امریکا د افغانستان د هیروینو د صادرولو سره موافق و

د روسیې د ملي امنیت د شورا مرستیال دیمیتري میدویدیف ویلي، چې امریکا په تېرو شلو کلونو کې روسیې او د مسکو متحدینو هېوادونو ته د افغان هیروینو د صادرولو لېواله وه.


میدویدوف زیاته کړه چې طالبانو په تیرو شلو کلونو کې د امریکا او متحدینو په پرتله په افغانستان کې د مخدره موادو پر ضد په مبارزه کې ډیر څه کړي دي.

دغه روسي چارواکي ادعا کړې ده چې طالبانو ، پرته له دې چې موږ یې په اړه څه احساس لرو له یوه کال څخه په کمه موده کې هغه څه کړي دي چې د امریکا په مشرۍ د ناټو ایتلاف چې ظاهراً په دې هېواد کې له ترهګرۍ سره په مبارزه بوخت و ، په دوو لسیزو کې ونه کړای شول. دا هغه څه دي چې پیښیږي.

نوموړي دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (UNODC) د نوي راپور له خپرېدو وروسته وکړې.

د دغه راپور له مخې، په افغانستان کې د تریاکو تولید ۹۵ سلنه کم شوی او په ۲۰۲۲ کال کې له ۶۲۰۰ ټنو څخه په ۲۰۲۳ کال کې ۳۳۳ ټنو ته رسېدلی دی.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي

نوی خبرونه