برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۰ آذر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

ملګري ملتونه: په افغانستان کې زیاتره کډوال ښځې دي

آریانانیوز: ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې په افغانستان کې د کډوالو ډېره برخه ښځې دي او دوی بشري خدمتونو ته لږ لاس رسی لري.


د جندر د برابرۍ او د ښځو د ځواکمنتیا لپاره د ملګرو ملتونو سازمان چې د ملګرو ملتونو د ښځو په نوم یادېږي وايي، ښځې په افغانستان کې د بې ځایه شویو نفوس ډېری برخه جوړوي.

د دې ادارې په وینا بې ځایه شوې ښځې په موقتي سرپناهو کې له خطر سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یوه ټوېټ کې ویلي چې په افغانستان کې ۶ میلیونه وګړي له قحطۍ یو ګام لرې دي.

د دغه بنسټ په وینا، په دغه ډول کړکېچ کې افغان مېرمنې او نجونې د ډېرو محرومو کسانو په ډله کې دي او خدماتو ته لږ لاس رسی لري.

یاد سازمان وايي، په افغانستان کې ښځې اړ دي چې د خوراکي توکو د پېرلو لپاره خپل مالونه وپلوري. په ځینو مواردو کې کورنۍ حتی دې ته اړ کیږي چې خپلې لوڼې د واده لپاره وپلوري.

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وايي، د ښځو پر بنسټیزو حقونو محدودیتونه او د سواد د کچې ټیټوالی د دې لامل شوی، چې اکثره ښځې پېژندپاڼې نه لري او دا دوی د بشردوستانه مرستو په ګډون حیاتي خدماتو ته د لاسرسي مخه نیسي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانستان د امریکا له لوري د دغه هېواد د شتمنیو د بندولو له امله له بشري ناورین سره مخ شوی او دا مهال د هېواد له نیمايي ډېر وګړي مرستو ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي