برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۵ ثور , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

مجاهد: ډېر ژر به له افغانستانه د نه توکو کښت له منځه ولاړ شي

آریانانیوز: د طالبانو ویاند ویلي چې موږ به په افغانستان کې د نشه يي موادو د کښت او قاچاق پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړو.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان کړی، چې د مخدره موادو له کښت، تولید او قاچاق سره مبارزه د افغان حکومت د جدي پلانونو په اجنډا کې ده.

مجاهد ویلي چې په افغانستان کې د مخدرو موادو ستونزه د حل په حال کې ده او سږ کال په ټول هېواد کې د کوکنارو کښت صفر ته نږدې شوی دی.

د طالبانو وياند له ګاونډيو هېوادونو هم وغوښتل چې د مخدره توکو پر وړاندې په مبارزه کې له طالبانو سره مرسته وکړي.

د طالبانو د ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده د تېر کال د زمري په میاشت کې یو حکم صادر کړ چې له مخې یې په هېواد کې د نشه يي توکو کښت، تولید، قاچاق او استعمال منع دی او له دې حکم څخه سرغړونکي به له شرعي چلند سره مخ شي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي

نوی خبرونه