برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۷ شهریور , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

فرانک مکینزي: موږ په افغانستان کې ناکام شو

آریانانیوز: فرانک مکینزي وايي، په افغانستان کې د امریکا د ناکامۍ یو لامل د افغانستان د شته واقعیتونو له پام کولو پرته د حکومتولۍ لپاره د غربي موډل پلي کول وو.


د خبري سرچینو په وینا، د امریکا د مرکزي قوماندې پخواني مشر فرانک مکینزي د دې ټکي په بیانولو سره چې د افغانستان جګړه په تیرو دوو لسیزو کې د څلورو امریکایي حکومتونو لپاره یوه ناکامي وه، وويل: زه نه پوهېږم چې افغانستان په غربي موډل کې اداره کېدای شي او که نه. خو زه پوهېږم چې افغانستان په سیمه ییز موډل کې اداره کېدای شي، خو موږ د افغانستان واقعیتونو ته ډېره کمه پاملرنه کړې ده.

مک کینزي وویل چې واشنګټن په افغانستان کې په ناکامه ملت جوړونې بوخت و او په دې هېواد کې یې د حکومت پر لوېديځ موډل ټينګار کاوه؛ چې دا غلط وو. مکینزي دا ناکامي د پوځي او ډیپلوماتیکو ناکامیو ترکیب بللی.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پخواني مشر ادعا وکړه چې افغانستان لا هم د امریکا د ګواښلو ډګر دی. هغه وویل دا لا وختي ده چې ووایو په دغه جنګ ځپلي هیواد کې به څه کیږي.

فرانک مکینزي له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې د امریکا د مرکزي قوماندې مشري کوله.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۰مه امریکا له افغانستانه د وتلو اعلان وکړ او په دغه هېواد کې یې شل کلنه جګړه پای ته ورسوله.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي