برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۷ فروردین , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

طالبان: د بشري حقونو مدافعین د اسرائیلو د جنایتونو پر وړاندې چوپ دي

د طالبانو رئیس الوزرا دفلسطین دخلکو پرضد دصهیونیسټ رژیم جنایتونو ته په اشارې سره وویل دبشری حقوقو مدعیان دفلسطین دخلکو په ظلمونو سترګې پټوی.


د طالبانو رئیس الوزرا محمد حسن اخند د افغانستان په ولسمشرۍ ارګ کې په یوه غونډه کې وویل: د بشري حقونو دعوه کوونکي د فلسطین پر مظلوم ولس سترګې پټوي، خو په افغانستان کې د بشري حقونو تر عنوان لاندې خپلې درواغجنې ادعاوې په تکرارولو سره هڅه کوي چې ددغه هیواد “اسلامي نظام” بدنام کړي.

په دغه ناسته کې د افغاني ادارو د همغږۍ د زیاتوالي په موخه یې له مراجعینو سره د ادارو پر ښه چلند او پر وخت او بې له ځنډه د چارو پر ترسره کولو، د عدالت او احتیاط په رعایت او همدارنګه د بیت المال ساتنې ته په پاملرنې ټینګار وکړ.

طالب چارواکو مخکې هم پر غزې د صهیونیسټ رژیم د حملو په اړه د ځینو هیوادونو په تیره بیا د اسلامی هیوادونو په چوپتیا نیوکه کړې وه.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده تر دې مخکې په یوه پیغام کې اعلان کړی و چې د لویدیځ له خوا د بشري حقونو د برابرولو له ادعا سره سره په فلسطین کې مسلمانان قتل عام کیږي.

د افغانستان د اوسني حکومت لوی درستیز فصیح الدین فطرت هم ویلي چې امریکا په نړۍ کې د بشري حقونو تر ټولو ستره سرغړونکې ده.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر “خیرالله خیرخواه” هم د فلسطین د مسئلې په اړه د ځینو اسلامي هیوادونو په چوپتیا نیوکه وکړه.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي