برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۱ اردیبهشت , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

طالبان: د اسراییلو جنایتونو د امریکا د خلکو کرکه راپارولې ده

په قطر کښې د طالبانو د سیاسی دفتر مرستیال وویل په غزه کښې د صهیونیسټ رژیم جنایت د امریکا د خلکو نفرت راپارولی دی .


په قطر کښې د طالبانو د سیاسی دفتر مرستیال حنفی وردک د صهیونیسټ رژیم جنایتونو ته په اشارې سره وویل: په غزه کښې د صهيونېسټ رژيم جنګي او د بشريت پرضد جنايتونه او د سپينې ماڼۍ پوځي او مالي ملاتړ د امريکې د خلقو کرکه راپارولې ده.

هغه زیاته کړه: له یوې خوا په امریکا، اروپا او استرالیا کښې د فلسطین په ملاتړ کښې د خلکو اعتراضونه په دوهمه اونۍ کښې شدت موندلی دی خو له بلې خوا د بیان د آزادۍ دروغجن مدعیان له مظاهره کونکو سره په غیر قانونی توګه چلند کوی.

طالبانو تر دې مخکې له امنیت شورا او نفوذ لرونکو هېوادونو غوښتي وو، چې د فلسطیني ولس د نسل وژنې د مخنیوي او د فلسطین د مسئلې د حل لپاره د عادلانه لارو چارو د لټولو لپاره له پرېکړه لیکونو هاخوا عملي ګامونه پورته کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت څه موده وړاندې په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ: د «ناصر» روغتون له انګړ څخه د شهیدانو د جسدونو موندل چې په هغو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو، د فلسطین د بې دفاع ولس د مظلومیت، د صهیونیسټي نیواکګر رژیم د نړیوالو قوانینو او مقرراتو او ټولو انساني ارزښتونو ته نه پابندۍ او د صهیونیسټ غاصب رژیم د وحشتناکو جنایتونو په وړاندې د نړیوالې ټولنې بې پروايي او بې تفاوتي ښيی.

په دغه بیانیه کښې ټینګار شوی دی چې افغانستان د فلسطین د خلکو د حقه مبارزې ملاتړ کوی او د نړۍ په ازادو خلکو غږ کوی چې د صهیونیسټی رژیم د جنایتونو د مخنیوی لپاره هلې ځلې وکړی.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي