برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۶ مرداد , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

سهیل شاهین: پر طالب چارواکو باید بندیزونه لیرې شي

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر د دې ډلې پر چارواکو د امنیت شورا له خوا د بندیزونو د لګولو په اړه غبرګون وښود.


قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وروسته له هغې د دغو بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه وکړه چې د امنیت شورا له خوا د دغې ډلې پر چارواکو بندیزونه ولګول شول.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ویلي، دغه بندیزونه اغېزمن نه دي او باید ژر تر ژره لیرې شي.

شاهین وویل: ټول هغه محدودیتونه چې د نړیوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ د تعامل په لاره کې خنډ دي باید لیرې شي ترڅو د مثبت تعامل لپاره لاره هواره شي.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې ویلي، چې د طالبانو ۶۱ لوړپوړي چارواکي د نړیوالو بندیزونو په لېست کې دي، چې ۳۵ یې د طالبانو د کابینې او مشرتابه غړي دي.

په دغه نوملړ کې د دې ډلې لوړپوړي چارواکي ملا محمد حسن اخند رئیس الوزراء، عبدالغني برادر اقتصادي مرستیال، عبدالسلام حنفي اداري مرستیال، د رئیس الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي، د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني، د استخباراتو رئیس عبدالحق وثیق او د طالبانو یو شمېر نور غړي شامل دي.

 

 

شریک یي کړئ!