برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۴ آبان , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

روسیه د تروریستي سازمانونو له لست څخه د طالبانو نوم وایستل

په افغانستان کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي د ترهګرو ډلو له لست څخه د طالبانو د ایستلو په اړه د روسیې پریکړه اعلان کړه.


د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په مسکو کې له مشورتي غونډې وروسته په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې د ترهګرو له نوملړ څخه د طالبانو د ویستلو پرېکړه د حکومت په لوړه کچه شوې ده.

هغه ټینګار وکړ چې که څه هم دا پریکړه نهايي کیږي خو لازمه ده چې له قانوني لارو چارو تیر شي.

کابلوف همدا راز زیاته کړه چې په نږدې راتلونکي کې به روسیه په رسمي توګه د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د ایستلو اعلان وکړي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي