آریانانیوز: د یو خبر له مخې ټاکل شوې چې د ماسکو د صلحې غونډه له نن څخه د افغانستان د حکومت په نشتوالي کښې، د طالب ډلې د استازو ا د افغانستان د سیاسي ګوندونو د مشرانو په ګډون د دوو ورځو په موده ترسره شي.
د محمد محقق، کریم خلیلي، عطا محمد نور، حنیف اتمر، ګلبدین حکمتیار او حامد کرزي په شمول د افغانستان یوشمیر مشهور سیاسي شخصیتونه په دغه غونډه کښې د ګډون په موخه ماسکو ته تللي دي.
دا غونډه په داسې حال کښې جوړیږي چې د افغانستان حکومت له طالب ډلې سره د نیغ په نیغه مذاکراتو غوښتونکی دی خو دغه ډله له افغان حکومت سره له مذاکرې ډډه کوي او پر ځاې یې د دغه هیواد له سیاسي ګوندونو سره خبرواترو ته مخه کړې ده.