آریانانیوز: پاکستان وایي؛ له افغان خاورې څخه ور اوښتو لسګونو وسلوالو یې په فوځیانو باندې برید کړی او ۱۰ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو په اساس؛ برید تېره شپه ناوخته داسې مهال تر سره شوی چې؛ پاکستاني فوځیان د پکتیکا ولایت ته څېرمه د ډیورنډ په کرښه په اغزن سیم لګولو مصروف وو.
راپورونه وړاندې لیکي چې؛ په برید کې تر ۷۰ پورې وسلوالو برخه درلوده چې په پایله کې یې؛ ۳ فوځيان وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.
د پاکستان د فوځ ویاند ادعا کړې چې؛ بریدګرو له افغان خاورې څخه برید کړی وو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات هم په همدې تړاو خپره کړې اعلامیه کې ورته ادعا کړې او په غبرګون کې یې د افغانستان د سفارت شارژدافیر احضار کړی او خپل سخت اعتراض یې ورته وړاندې کړی.
یاده دې وي چې؛ بریدګر داسې مهال له پاکستاني فوځيانو سره په نښته اوړي چې؛ تېره ورځ امریکايي ډيپلوماټانو ته له اسلام اباد څخه د لیدنې په مهال پاکستاني چارواکو ګیله کړې وه چې؛ هند افغان خاوره د پاکستان په ضد کاروي او له دې هیواد څخه د پښتون ژغورنې غورځنګ په ګډون د ګڼو حکومت ضد ډلو ملاتړ کېږي.
امریکايي چارواکو د پاکستاني لوري ددې ادعا په تړاو بې خبرې وښوده او زیاته یې کړه چې؛ دوی که څه هم په دې اړه کوم شواهد نه لري چې وښيي هند دې افغان خاوره د پاکستان په ضد کارولې وي خو؛ دوی به همېشه د ترورستي ډلو په وړاندې له پاکستان سره ودرېږي.