آریانانیوز: د میدان وردک د ولایتی شورا غړی «شریف الله هوتک» وویل دامریکا دپوځیانو دشپې پرمهال عملیات د ملګی خلکو د وژلې دزیاتیدا سبب شوی او دغه چارې د افغانستان دخلکو او دحکومت ترمینځ واټن رامینځته کړی دی.
شریف الله هوتک وویل دافغانستان په ډیرو ولایتونو په تیره بیا په میدان وردک ، پکتیا ، ننګرهار او غزنی ولایتونو کښې په تیرو څو میاشتو کښې دامریکا د عسکرو عملیات بیخی زیات شوی دی.
په تیره میاشت کښې دامریکا دعسکرو دعملیاتو په وخت د ښځو او دماشومانو په شمول په لسګونو ملکی وګړی وژل شوی دی.
د پارلمان او د مشرانو جرګې استازیو له دې مخکې په ځلونو د امریکا د عسکرو د شپې په وخت دعملیاتو دختمیدا غوښتنه کړی ده خو واشنګټن د افغانستان دخلکو غوښتنې ته غوږ نه اچوی.