یونیسف ویلي چې په افغانستان کې د پاکو اوبو بحران د دې هیواد د ماشومانو ژوند ته جدي ګواښ دی. په افغانستان کې د یونیسف استازي، ډاکټر تاجالدین اویوالی، غوښتنه کړې چې په ۲۰۲۵ کال کې د اوبو د برابرولو لپاره نړیوالې هڅې او ملاتړ دوام ومومي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق، یونیسف، ویلي چې د پاکو اوبو بحران په افغانستان کې د ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.
ډاکټر تاجالدین اویوالی په ایکس (د پخواني ټویټر) کې لیکلي چې د اوبو بحران د ماشومانو د ژوند لپاره ګواښ دی او له پامه نشي غورځېدی.
هغه د یونیسف د تمویل کوونکو او شریکانو مننه وکړه، چې د هغه په وینا، په ۲۰۲۴ کال کې یې یو میلیون ماشومانو سره په افغانستان کې مرسته کړې ده.
ډاکټر اویوالی زیاته کړې چې اوس چې ۲۰۲۵ کال تازه پیل شوی، په افغانستان کې د اوبو د برابرولو هڅې باید دوام ومومي.