آریانانیوز: درسنیوپه رپوټ د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وایي، په دې سره په هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر پنځو ته ورسېد
تر دې وړاندې کرونا ویروس څلور مثبتې پېښې په هرات کې ثبت شوې، چې د عامې روغتیا وزارت په وینا څلور واړه کسان د ایران څخه راغلي وو
خو په سمنګان ولایت کې د ثبت شوې پېښې په اړه د عامې روغتیا وزارت معلومات نه دي ورکړی، چې آیا دغه کس هم له ایران څخه راغلی او که څنګه
یادونې وړ ده چې په هرات کې د کرونا د لومړۍ مثبتې پېښې تر ثبتېدو وروسته د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دغه ولایت کې بېړنی حالت اعلان کړی و او له خلکو یې څخه غوښتي و چې له بېځایه ګرځېدو څخه ډډه وکړي.